کور / تازه خبرونه / ٨ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

٨ وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

د میدان وردګو ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ په کافرقلعه سیمه کې نن ( سې شنبه ) غرمه مهال شاوخوا دولس بجې امنیتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې،چې په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د یو سیمه ییز قوماندان په ګډون دوه تنه ووژل شول او شپږ نور ټپیان شول .
دغه نښته،چې په کې له وسله والو طالبانو څخه یو میل پیکا او یو میل کلاشینکوف هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي،هغه مهال رامنځته شوه،کله چې د ملي اردو سرتېرو په سیمه کې چاڼیز عملیات ترسره کول .
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.