کور / تازه خبرونه / د ٢٤ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د ٢٤ وسله والو د وژلو ادعا وسوه

د كورنيو چارو وزارت خبر ورکوي، چې د هېواد په بېلابېلو سيمو كې د امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو كې د ۲۴ وسله وال طالبان د وژلو خبر ورکوي.
د دې وزارت مطبوعاتي دفتر څخه نن په خپره شوې خبرپاڼه كې راغلي دي، چې دغه عمليات په كابل، كونړ، ننګرها، لغمان، كندهار، پكتيكا او هلمند ولايتو كې د ملي پوليسو، ملي اردو او ملي امنيت ځواکونو لخوا ترسره شوي، چې په ترڅ كې يې ۳ درې وسله وال ټپيان شوي او ۱۱ نور ژوندي نيول شوي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.