کور / تازه خبرونه / د کوچنيانو او ښځو پر ستونزو خبري وسوې

د کوچنيانو او ښځو پر ستونزو خبري وسوې

د کاناډا سفيري د کوچنيانو د مدني ټولني له مشري او يو شمېر ښځو سره وليدل
په افغانستان کي د کاناډا هيواد سفيري ډيبورا لاينس د کندهار د ماشومانو د مدني ټولني له مشري رنګينې ويسا سره د ښځو او کوچنيانو د ستونزو په اړه هر اړخيزي خبرې وکړې.

هغه غونډه چي د کوچنيانو د مدني ټولني مشري، د کاناډا سفيري، د ښځو چارو رئيسې رقيې اڅکزۍ، د عامي روغتيا رياست يو شمېر قابله ګانو، د يو شمېر ښوونځيو اميرينو او ښځينه محصلينو پکي برخله لرله.

غونډي ته د خبرو پر مهال د کاناډا سفيري په کندهار کي د مېرمنو حالت د پخوا په پرتله سم وباله خو په دې برخه کي د لا زياتو هلو ځلو د تر سره کېدلو د اړتيا يادونه يې وکړه.

نوموړې وويل: ” ښځه د ټولني ٥١ فيصده برخه تشکيلوي، خو څومره چي ښايي حقوقو ته يې پاملرنه نه کېږي”.

مېرمن لاينس زياتوي چي د مېرمنو د حقوقو په اړه به د مېرمنو له ټولنو سره په ګډه هڅه وکړي چي د حقوقو، اقتصاد او سته ستونزو په اړه يې جدي کار تر سره سي.

په غونډه کي د مدني ټولني مشري رنګينې ويسا د کاناډا سفيري مېرمن ډيبورا لاينس ته د ښه راغلاست تر څنګ وويل چي له مېرمنو سره دي د اوږدمهاله او اساسي پروژو همکاري وسي.

آغلي ويسا وويل، له کندهاري مېرمنو سره بايد د مالي منابعو په برابرولو کي پوره مرسته او همکاري وسي، تر څو هغوی وتوانېږي چي د خپلي کورنۍ اقتصادي ستونزي له منځه يوسي.

په غونډه کي د خبرو پر مهال د ښځو چارو رئيسي رقيې اڅکزۍ د ښځو په وړاندي د تاوتريخوالي، د هغوی اقتصادي او داسي نورو ستونزو د نه هوارۍ يو لامل هغه پروژې وبللې چي د ښځو د حقوقو او د هغوی د اقتصادي ودي په نوم ترسره کېږي خو کيفيت يې ډېر ټيټ او هسي په نوم پروژې دي.

مېرمن رقيې وړانديز وکړ که چيري په کندهار کي دښځو سره داوږدمهاله او اساسي پروژوپه پرخه کي همکاري وسي ،چي مېرمنو ته هم پکي د کار کولو زمينه برابره وي، د نوموړي په اند دا به د مېرمنو د اقتصاد په پرمختګ کي مهم رول ولوبوي.