د کاناډا سفيري ډيبورا لاينس او د ايساف عمومي قوماندانۍ مرستيال تورن جنرال ميلنر له کندهار والي سره د ليدني پر مهال په کندهار ښار او ليرو پرتو ولسواليو کي په ډرامتيک ډول د امنيت، ښه حکومتداري او اقتصادي پرمختګونه د ښه رهبرۍ او امنيتي ارګانونو د هلو ځلو په نتيجه کي رامنځته سوي وبلل.
کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا د کاناډا هيواد هغه مرستي ډېري کليدي وبللې لکه په کندهار کي د ولايت مقام ته څېرمه د تېمورشاهي لېسې جوړول، په کندهار پوهنتون کي د لابراتوار جوړول، په ډنډ او پنجوايي ولسواليو کي د سړکانو رغول، د دهلې د بند د لومړۍ مرحلې پروژه او د پوليو له پروګرام سره مالي مرسته او داسې نور د بېلګي په توګه ياد کړل.
د کاناډا سفيري مېرمن ډيبورا ليونس له کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا سره د ليدني پر مهال وويل، که څه هم کندهار ته يې لومړی سفر دی خو نوموړي يادونه وکړه چي کاناډا هيواد له افغانانو او په تېره له کندهار سره نږدې اړيکي لري او هڅه به وکړي چي په مرکز کابل کي د نظامي روزنيز ماموريت تر څنګ په کندهار ولايت کي په ملکي حصه کي هم مرسته وکړي.
د ايساف د عمومي قوماندانۍ مرستيال ښاغلي ميلنر له کندهار والي سره تر ليدني وړاندي د کندهار له ډنډ او پنجوايي ولسواليو څخه ليدنه وکړه او په يادو لسواليو کي يې پرمختګونه بې ساري او نه پرتله کېدونکي وبلل.