له كندهار څخه ننګرهار ته د احمدشاه بابا ليسې د فټبال تللي ټيم لومړنۍ لوبه وكړه.
د فټبال دغه لوبه چي پرون د زرونو نندارچيانو په مخ كي د ننګرهار د الف منتخب (پيدا كوژي انستيتوت) او د كندهار د احمدشاه بابا ليسې ترمنځ وسوه، بېله كوم ګول څخه په مساوي ډول پاى ته ورسېده.
له ننګرهار څخه د لوبي يوه نندارچي لر او بر ويبپاڼي ته د لوبي ډېره ستاينه وكړه، چي دواړو خواوو په زړه پوري لوبه وكړه او پر يو بل يې د ګول ښه چانسونه له لاسه وركړه.
له ننګرهار څخه د احمدشاه بابا ليسې تكړه لوبغاړي عبدالسميع غيرتمل هم د لر او بر ويبپاڼي سره په يوه تليفوني تماس كي له خپلي لوبي خوښي څرګنده كړه او ويې ويل سره له دې چي د ننګرهار لوبډله منتخبه وه او د افغانستان د ملي لوبډلي درې لوبغاړي يې هم درولي خو بيا يې هم دوى ته ماته ورنكړه.
ښاغلي غيرتمل وويل چي دوى د دوستانه لوبو دپاره ننګرهار ته تللي او را روانه لوبه يې د ننګرهار له بې منتخب ټيم سره ده.