دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني رسنیوته وویل دراتلونکو ټاکنواو ټاکنیزو مبارزو دښه امنیت په موخه ګډو ځواکونو ددې ولایت په لیرو پرتو سیمو کې چاڼیز عملیات پیل کړي او ددې ولایت زیات شمیر سیمې دهغوی دفعالیت څخه خلاصي سوي اوتردامهال پدې عملیاتو کې ددولت ۵ وسله وال مخالفین وژل شوي او دهغوی څخه یوشمیر سپکې او درنې وسلې هم نیول شوې دي.
ښاغلی روغ لیونی وايي دټاکنو په ورځ به یوازي دوه درایو ورکولو مرکزونه تړلې وي او ۷۹ نور به هیڅ ډول امینتي ستونزه ونلري او خلګ کولای سي په عادي ډول خپله رایه واچوي.
ښاغلی روغ لیوني پاکستان دطالبان په رالیږلوتورن کړاو ددوی دمعلوماتو لمخې په زابل ولایت کې د۳۰۰ په شاخوا کې وسله وال طالبان فعالیت کوي او اوس دافغن ځواکونو سره دمخامخ جګړې توان نلري.
پرهمدې مهال ولایتي شورا ته یوشېر نوماندان غازي محمدزړګی، نصیب الله دروېش او محمددادواساس که څه هم امنیت ښه بولي خو پدې ولایت کې دعامه پوهاوي پروګرانو دنشتوالي څخه سرټکوي. دوی وايي اوس هم پدې ولایت کې ډیری خلګ دټاکنو په ارزښت نه پوهیږي او ډتاکنو خپلواک کمیسون باید ودې ستونزي ته جدي پاملرنه وکړي.
خو ددې ولایت دټاکنو خپلواک کمیسیون مسول محمدهاشم درانی وايي دخاکي افغان ولسوالی پرته يې دټولو ولسوالیو دپاره دعامه پوهاوي مبلغین په شفاف ډول مقرر کړې دي او ترراتلونکو دوې ورځو پورې به دامنیتي ځواکونو په مرسته اړوندو ولسوالیو ته یووړل شي او دولسوالیو په ګوټ کوټ کې به خلګ ورایې ورکولو ته راوبولي.
ښاغلی درانی همداراز وايي دټاکنو دارزښت په موخه يې په محلي راډیو ګانو کې دعامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي او په نیږدو راتلونکو ورځو کې به دخلګو سره دناستو دلاري دټاکنو په ارزښت غونډې جوړې کړي.
زابل چي دافغانستان په سهیل کې پورت ولایت ده دګاونډي هیواد پاکستان سره ۶۴ کیلومتره ګډه پوله لري او اکثره مهال وسله وال مخالفین دهمدې لارې څخه افغانستان ته راځي او ددې ولایت امنیتي چارواکې دنورو کلونو په پرتله دهغوی دمخنیوي دپاره کوټلې کامونه پورته کړې دي.