کور / تازه خبرونه / وردګ : د ښوونکو څخه ازموينه واخستله سوه

وردګ : د ښوونکو څخه ازموينه واخستله سوه

د میدان وردګو ولایت د پوهنې ریاست له لورې د ښوونکو د یو سلو شپږ بستونو
لپاره له نږدې درې سوو تنو څخه ازموینه واخیستل شوه .
د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار کې نن ( دوشنبه) د دغه ولایت د مرکز او ولسوالیو بېلابېلو ښوونځیو کې د یوسلو شپږو ښوونکو په دندو د ګمارلو په موخه د اولس میرمنو په ګډون له دوه سوه یووشپیته تنو څخه د ازادې سیالۍ په ترڅ کې ازموینه واخیستل شوه .
په دغه ازموینه کې،چې د دولسم او څوارلسم ټولګیو او لیسانس فارغینو په کې
ګډون کړی وو،په ترڅ کې به یې څلور تنه د افغان ـ ترک دوستۍ په لیسه او درې دېرش نور د مرکز او ولسوالیو په بېلابېلو ښوونځیو کې په دنده وګمارل شي .
همدا راز د یادې ازموینې د نهه شپیته کډونوال،چې اوس مهال په ښوونځیو کې د ښوونکو دنده لري، د بریالیتوب په ترڅ کې به د رتبو او معاشاتو نوی سیستم ته شامل شي .
د یادې ازموینې د اخیستلو پرمهال د میدان وردګو ولایت د پوهنې رئیس فضل الرحمن طارق ټولو ګډونوالو ته د ازموینې د بشپړې روڼتیا او شفافیت ډاډ ورکړ.