کور / تازه خبرونه / هلمند:چارواکي په عملياتو کي د۵ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

هلمند:چارواکي په عملياتو کي د۵ طالبانو د وژل کېدو ادعا کوي

د هلمند د چارواکو په وينا دغه عمليات د يكشنبې په ورځ ددې ولايت د ناوې ولسوالۍ اړوند د تريخ ناهورپه سيمه كې ترسره شوي دي چې په پايله كې يې پنځه تنه وسله وال وژل شوي اودوه ميله سپكې وسلې يې امنيتي ځواكونوترلاسه كړې دي.

د ولايت مطبوعاتي دفتر وايي په دې عملياتوكې امنيتي ځواكونوته هيڅ ډول ځاني اومالي زيان نه دى اوښتى.

د چارواکو په وينا دغه عمليات هم د ټاکنو د امنيت تامينولو په موخه تصفيوي عملياتو د کړۍ يوه برخه وه خو طالبانو تر اوسه په اړه څه نه دي ويلي.