کور / تازه خبرونه / د ١٦.٥ کيلومتره سړک د جوړېدو کار پيل سو

د ١٦.٥ کيلومتره سړک د جوړېدو کار پيل سو

د افغانستان د ټولګټو وزير نجيب الله اوژن او ورسره پلاوي د يوه رسمي سفر پر مهال په کندهار کي د ١٦.٥ کيلومتره سړک د جوړېدو د چارو پرانيستنه وکړه.

ياد سړک له دوهم دوراهي څخه تر کندهار هوايي ډکر پورې غځېدلى دی چي د ١٦.٥ کيلومتره اوږدوالي او ٧٤ متره عرض په درلودلو يوه خصوصي ساختماني شرکت ته د (٢،٢٨٠،٦١٧،٩٣٨٦٣) دوه مليارډه دوه سوه اتيا ميليونه شپږ سوه اوولس زره نهه سوه اته دېرش اعشاريه درو شپېته افغانيو په مالي لګښت په قرارداد ورکول سوى او د دوو کلونو په اوږدو کي به يې د جوړېدو چاري بشپړي سي.

ياد سړک د افغانستان د ټولګټو وزارت له خوا په ډېر اساسي ډول ډيزاين سوی چي د دوو ګلدانونو په ګډون دوه سړکونه ښي لور ته او دوه هم کيڼ لوري ته لري او د ٦٠ ټنه وزن مقاومت به ولري.

د افغانستان ټولګټو وزير نجيب الله اوژن د دغو مراسمو پر مهال ياد سړک د کندهار د خلکو لپاره ډېر ګټور وباله او له بارک باختر ساختماني شرکت څخه يې، چي د ياد سړک ساختماني چاري مخته وړي، هيله وکړه چي کيفيت ته يې ځانګړې پاملرنه وکړي. نوموړي وويل، دوى به د خپل لابراتوار له لاري د سړک کيفيت وخت پر وخت ګوري او جدي نظارت به يې کوي.

ښاغلي اوژن د يوې پوښتني په ځواب کي د کندهار بای پاس او ځيني نورو سړکونو د جوړېدو په اړه يادونه وکړه چي اوسمهال په کندهار کي د بای پاس سړک په ګډون ٩٠ کيلو ميتره سړکونه نور هم سته چي براورد يې تر سره سوی او هيله يې وښوده چي د جوړېدو چاري به يې هم ډېر ژر پيل سي.

کندهار والي پوهاند ډاکتر توريالي ويسا کندهار ته د افغانستان د ټولګټو وزير ته د ښه راغلاست تر څنګ د ياد سړک د پرانيستني پر مهال وويل، دا سړک به کندهار له هوايي ډګر او د افغانستان د زراعتي علومو او ټکنالوژۍ له ملي پوهنتون سره ومښلوي. ښاغلي ويسا د خبرو پر مهال يادونه وکړه چي دا سړک به د کندهار د ټولو اوسېدونکو په ځانګړي ډول د تجارانو د ياد پوهنتون د محصلينو لپاره ډېري اسانتياوي رامنځته کړي.