ویسا: امریکا ځي که پاتې کیږي؟
کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د امریکايي چارواکو د وروستۍ پریکړې په اړه چې له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو ویستلو لپاره یې هم پلان په نظر کې نیولی دی؛ مقالې او تبصرې لیکلي دي.
ویسا:
د ویسا ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی، “امریکا ځي که پاتې کیږي؟”
د سرمقالې لیکوال دې پوښتنې ته خپله ځواب ویلي او لیکلي یې دي، امریکا په هیڅ صورت کې له افغانستان څخه نه وځي.
ویسا لیکلي، امریکا په افغانستان کې دیارلس کاله بې تعریفه جګړه ځکه تېره کړه چې؛ د سیمې لپاره د اوږه وخت پلانونه لري او همدې اهدافو لپاره په افغانستان کې پاتې کېدل غواړي.
محور:
محور ورځپاڼې د خپل لومړي مخ په یوه مطلب کې لیکلي؛ د ځواکونو د ویستلو ګواښ د طالبانو مورال لوړ کړی دی.
په مطلب کې د ولسي جرګې د یوه غړي محمد نعیم حمیدزي لالي څرګندونې هم راخیستل شوي؛ چې وايي، امریکا د ټولو پوځيانو پرېکړه نه کوي؛ ځکه چې په افغانستان کې یې ماموریت لاهم نیمګړی پاتې دي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې د افغانستان او امریکا د ولسمشرانو ترمنځ د وروستیو تلیفوني خبرو په اړه یوراپور خپور کړی دی.
په مطلب کې دارګ د یوه چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی؛ راغلي، په دې تلیفوني خبرو کې د اوباما یو واضح پیغام دا و چې؛ له افغانستان څخه خپل ټول ځواکونه نه وباسي.
په مطلب کې همداراز د دې چارواکي له قوله راغلي؛ د امریکا ولسمشر د خپل افغان سیال حامد کرزي هغه دریځ ناسم وباله چې وايي؛ په افغانستان کې سوله لومړی د امریکا او بیا د پاکستان په لاس کې ده.
سرنوشت لیکلي، د امریکا ولسمشر په دې تلیفوني تماس کې وویل چې؛ نه امریکا او نه هم پاکستان په طالبانو کنټرول لري.
ورځپاڼې د ارګ د دې جګپوړي چارواکي له قوله لیکلي؛ د اوباما له خبرو افغان چارواکو داسې درک کړه چې؛ امریکا نه ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي او نه هم طالبان له دولت سره سولې ته پریږدي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ لودیځوال له افغانستان سره د امنیتي تړون په اړه یوه خوله نه دي.
ورځپانې لیکلي، کله امریکا او ناټو د امنیتي تړون د ژر لاسلیک کېدو لپاره پر افغان دولت فشارونه راوړي او کله هم دا موده تمدیدوي.
په سرمقالې کې راغلي، تراوسه لویدیز والو په دې اړه فکر نه دی کړی چې؛ افغانان د دې تړون په مقابل کې څه غواړي.
د سرمقالې په پای کې راغلي د کابل او واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون د دواړو خواوو په ګټه دی او لازمه ده چې، د فشار راوړلو پر ځای د دې تړون په اړه یوې معقولې پرېکړې ته ورسیږي.