کور / تازه خبرونه / د چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټر د نيولو خبر ورکړل سو

د چاودېدونکو توکو څخه د ډک موټر د نيولو خبر ورکړل سو

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په حسن خیلو سیمه کې د وسله والو
طالبانو له لورې شاوخوا سل کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو څخه ډکه شوي کرولا،چې د کابل پلیټ لرونکې ده،د امنیتي ځواکونو له لورې تېره ونیول شوه .
د میدان وردګو والي عبدالمجید خوږیاڼي رسنیو سره د خبرو پرمهال وویل: یاده کرولا،چې د وسله والو طالبانو له لورې د یوې خونړۍ پېښې د رامنځته کولو په موخه برابره شوې وه،د دغه ولایت د ملي امنیت د ځواکونو له لورې کشف او ونیول شوه .
د نوموړی په وینا په دغه کرولا ډوله موټر کې له سل کیلو ګرامه زیات چاویدونکې توکې ځای پر ځای شوي ول .