کور / تازه خبرونه / په دنيا كي د نشيي موادو تر ټولو ستره زېرمه كشف سوه

په دنيا كي د نشيي موادو تر ټولو ستره زېرمه كشف سوه


د نشيي موادو سره د مبارزې پوليس وايي د كندهار د سپين بولدك په ولسوالي كي له يوې پراخي زيرمي څخه ۲۳۷ ټنه چرس را ايستلي دي.
د افغانستان د كورنيو چارو مرستيال وزير عبدالهادي خالد وويل پوليسو د دوشنبې په ورځ دغه زېرمه كشف كړې وه، چي د نړۍ په تاريخ كي يې د نشيي توكو د پراخي زېرمي ريكاډ ټينګ كړ.
د نوموړي په وينا د دغو چرسو ارزښت نيژدې څلورسوه ميليونه ډالره اټكل سوى دئ.
خالد وويل په روانه هفته كي يې په هلمند كي ۵ ټنه هيروين نيولي وه. چي په تور يې ۱۶ كسان هم ورسره نيول سوي دي، چي په هغو كي څلور اېرانيان، اووه پاكستانيان او نور يې افغانان دي.
په افغانستان كي د ناټو ځواكونو نوي قومندان جنرال ډيويډ ميكرنين د دغي زېرمي پر نيولو له افغان پوليسو څخه مننه كړې او د هغوى مېړانه يې ستايلې ده.