ورځني یاداښتونه:
پروسږ کال د استاد عبدالباري جهاني او د بي بي سي د خبریال نعمت الله کریاب سره د کونړ پر خوا روان وم؛ چي په ماهیپر کي د جهاني صاحب نظر د غرونو په ښکلا کي ښخ سو. د دوهم وار دپاره مي ځني واورېدل چي ( په دُنیا کي مي ډېر ښایسته ځایونه لیدلي دي خو دا بیخي ښایسته غرونه دي، بیخي بل رقم ښایسته دي). کریاب هم دا ښایست ورسره وستایه. خبري پر طبیعت او طبیعي ښکلا پیل سوې چي زه وپوښتل سوم؛ ما په لنډو ټکو کي وویل چي ( طبیعت خدای پاک ښایسته خلق کړی دی، خو انسان بدرنګه کړی دی ). کریاب صاحب راسره موافق غوندي سو، چي د جهاني صاحب څخه یې زما د خبري په هکله نظر وغوښت؛ جهاني صاحب د خپلي مهربانۍ له مخي، د رد روک جواب رانه کړ خو خبره یې داسي تېره کړه لکه راسره موافق چي نه وي. دا صحنه مي څو څو واره ذهن ته راغله او وې پوښتلم چي ایا رښتیا هم انسان؛ طبیعت بدرنګه کړی دی اوکه…؟
که وګورو د مځکي د کُرې د تودښت عوامل انسان رامنځ ته کړي دي. د مځکي له تله معدنونه؛ انسان زبېښلي دي. د چاپیریال د ککړتیا ټول ډولونه؛ د هوا ککړتیا، د خاوري ککړتیا، د اوبو ککړتیا او ږغیزه ککړتیا ( زوږ ) د انساني خوځښتونو محصولات دي او د سالم چاپیریال پالونکي طبیعي وسایل هم انسان تر خپلو موقتو ګټو قربان کړي دي.
هو دا سمه ده چي انسان همدغه طبیعت ته د انسانیت کرامت هم وړاندي کړی دی او خواري یې ورته کښلې ده. خو زه لاهم ځان پوښتم؟
وړمه شپه د هلمند پخوانی مرستیال والي ښاغلي عبدالستار میرزکوال، د میرزکوال صاحب زوی ژمن میرزکوال او خوشال څرک د سیاحت په موخه، زما کره، چنډیګړ ته راغلل. سهار مي د سولان او کیسولې پر خوا د شملې د منظرې په نیت و ایستل، اول مي د مغول پاچا همایون لخوا جوړ سوي، پینجور ګارډن چي د کابل د بابر باغ بڼه لري سیمي ته ور وستل، بیا د شنو غرونو، ژورو منظرو، پېچلو لارو، ګلرنګو غونډیو، سترو نښترو او ابشاري اوازونو په سیل ووتلو. سیمه لکه د تازه مالټې په څنګ کي برېښندوکې پاڼه داسي ایسېدله. دا طبیعي ښایست دی. چنداني لاس یې نه دی خوړلی، که سړک او د سړک پر غاړو ژغورونکي وسایل نصب سوي هم دي چنداني د حساب وړ نه دي، تر دې چي د خلکو ډک یوه بس موټر، د زرګونه متره لاندي لوېدلو تراجیدي مو لا هم ولیده.
موږ د ښکلا په سیل وتلي وو؛ چي ما مي د خپل سر په سټوډیو کي بیا د ځانه سره د انسان او طبیعت د پر اړیکه بحث پیل کړ. زه په فکرونو کي وم چي میرزکوال صاحب د نښترو یوه شنه پوړني ته لاس ونیاوه ( دا ګوره دا.. څنګه ښه ښکاریږي.. زموږ غرونه هم پخوا په نښرو داسي ډک وو، چي اوس اکثره تش سوي دي… ) ما ته چي د خپل ذهن پر ځای بله ښه سرچینه خدای راکړه، نو پر دې موضوع مي مرکه ورسره شروع کړه، ښه دا کله دا د نښترو د پرې کولو غمیزه شروع سوه؟ چا پرې کول؟ په څه نیت او نیامت؟ میرزکوال صاحب ویل چي د ظاهر شاه د پاچاهۍ پر مهال د پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ او ډېرو نورو سیمو خلکو د ورځنۍ ګولې ډوډۍ برابرولو په خاطر د نښترو او شنو ونو وهل پیل کړل، دا لړۍ روانه وه، چي بیا یې اولسمشر داود خان د بندولو ځیني کوښښونه وکړل او تر یوه ځایه موثر هم ثابت سول خو د روسي ښکېلاک، کورنیو جګړو او بیا راوروسته خپلسریو په ناتار کي د غرونو لوټ خورا په کش روان سو. خپله د سیمو د استوګنو قومونو لخوا دا کار کېده.
نو! زموږ تش سوي غرونه اوس موږ ته په خړو مخونو زموږ د خپلو کړنو پیغورونه راکوي. هو زموږ د چارتراشو غیري قانوني کار و بار اوس هم زموږ د قانون جوړونکو لخوا کیږي. زموږ د مرغانو ښکار؛ د هر ارزښت پر خلاف زموږ په بلنه د بهرنیانولخوا کیږي او زموږ زرګونه ښاریان هر کال د هوا تر ککړتیا قربانیږي! دا پر ښایسته طبیعت د انساني وحشت د خپړو اغېزې دي.
د پرون د ساتني چانس که مو د لاسه وتلی دی؛ د نن رغونه خو مو په لاس کي ده. زموږ د طبیعي اړخه غني هیواد چي صنعتي وښتیا لا هم نه ده ورته رارسېدلې؛ نه باید چي د هوا د ککړتیا ښکار سوی وای. زموږ په لږ تلاښ لا هم ژغورل کېدای سوای او ممکن دی. په داسي حال کي چي زموږ هیواد ته ورته په وچه محاط مغُلستان ددغو چارو دپاره یو پوره او موءثر وزارت ځانګړی کړی دی خو موږ د مصطفی ظاهر په نوم یو داسي چاته ، د ریاست په چوکاټ کي دا هیله کړې ده چي خاشه هیله لا هم نه ځني کیږي.
نو موږ ملامت یو!
خو د خپلي ملامتۍ د جبران ، خپل او راتلونکي ژوند ژغورلو په ارمان باید؛ د خپل چاپیریال د پاکۍ او ښایسته طبیعت د امان تلاښ وکړو. دا لوی پوُر دی.
هارون حکیمي / هندوستان
پنجاب پوهنتون / ۰۱/۰۳/۲۱۰۴