کور / تازه خبرونه / د ښوونکو سراسري ازموینه واخیستل شوه

د ښوونکو سراسري ازموینه واخیستل شوه

د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د نویو ښوونکو د ګومارنې سراسري ازموینه واخیستل شوه. یاده ازموینه په یوه وخت په ټولو ولایتوونو کې د سهار پر ۱۰ بجو پیل شوه او تر غرمې پای ته ورسېده.

په کابل کې د نویو ښوونکو د ګومارنې پروسه د پوهنې د وزیر ښاغلي فاروق وردګ او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو کمیسیون د مشر ډاکټر مشاهد لخوا پرانیستل شوه. د پوهنې وزیر وویل، چې په ازموینه کې شاوخوا ۳۰ زره کسان برخه اخلي، چې له ډلې به یې ۱۱ زره کسان استخدام شي. ده یاده پروسه د هیواد تعلیمي سیستم ته د مسلکي استادانو د شفاف انتخاب یوه ښه لار وبلله او ژمنه یې وکړه، چې تل به یې هڅه داوي، چې د هیواد د ځوان نسل د روزلو لپاره تکړه او مسلکي استادان په کار وګوماري.

د ښوونکو د جذب سراسري ازموینه په یوه وخت کې له دایکندي او نورستان پرته، چې هوا په کې مساعده نه ده ټول افغانستان کې اخیستل کېږي. د معارف وزارت د نظارت د عمومي ریاست د وروستیو مالوماتو پر اساس، ازموینه په ټول هیواد کې له مرکزه د استول شویو څه باندې ۱۰۰ پلاوو او ولایتي استازو په موجودیت کې په ډېر ښه ډول واخیستل شوه.

د افغانستان د پوهنې وزارت له تېرو دوو کلونو راهیسې د ازاد رقابت له لارې په کب میاشت کې د ښوونکو د جذب سراسری ازموینه اخلي، چې په پایله کې یې زرګونه نوي او مسلکي استادان معارف ته جذب شوي دي. ددې ازموینې شرط دادی، چې ګډونوال به یې لږ تر لږه د ۱۴ فارغ او په اړونده څانګه کې تکړه وي.

د افغانستان د اداري اصلاحاتو کمیسیون مشر دا ډول ازموینې د معارف د کیفیت په وده او د شفافیت په رامنځته کولو کې مهمې وبللې. هغه د پوهنې وزارت د تېرو څو کلونو لاسته راوړنو ته په اشارې وویل، چې معارف توانېدلی، چې د کمیت ترڅنګ د کیفیت په برخه کې هم مهمې او د پام وړ لاسته راوړنې ولري.

تېر کال هم په یاده ازموینه کې تر ۳۰ زرو ډېرو کسانو برخه واخیسته، چې زرګونه تنه یې د پوهنې سیستم ته جذب شول.