کور / تازه خبرونه / د شنه نري – بند د جوړېدو غوښتنه وسوه

د شنه نري – بند د جوړېدو غوښتنه وسوه

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت پلاوي له کندهار والي سره د ليدني پر مهال په کندهار کي د شنه نري بند چارو د جوړېدو په اړه خبرې وکړې.

ياد پلاوی چي مشري يې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت تخنيکي مشاور انجنير ويس الرحمان کوله، له کندهار والي سره د ليدني پر مهال وويل، کندهار ته د سفر موخه يې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په کندهار کي د شنه نري بند او په هلمند کي د نهرسراج بند سروې، څارنه او ارزونه ده.

نوموړي يادونه وکړه چي د يادو دوو بندونو په اړه تر سروې او ارزوني وروسته به يې د عملي کار د پيل په اړه چټکي هلي ځلي تر سره سي او تمه يې وښوده چي ډېر ژر به يې عملي چاري هم پيل سي.

شين نری بند د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کي پروت ذخيروي بند دی چي په جوړېدو سره به يې د سپين بولدک تر څنګ، ارغستان، تخته پل او د معروف ولسواليو د اوبو اړتيا تر ډېره بريده پوره سي.
د انجنير ويس الرحمان د څرګندونو له مخي د يادو بندونو لپاره د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا ١٠٣ ميليونه ډالره بودجه ځانګړې سوې ده.

نوموړي د يادو دوو پروژو عملي کېدل د سيمي د خلکو د اقتصادي ودې په برخه کي د يو لوی زېري په توګه ياد کړل.

کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا هم يادې پروژې حياتي ارزښت درلودونکي وبللې خو له کابل څخه راغلي پلاوي سره د خبرو پر مهال يې د يادو بندونو د عملي کار پيلېدلو، تر کار وروسته د دقيقي څارني او د کار کيفيت ته د پاملرني په اړه ټينګار وکړ.

کندهار والي وويل:” اکثره وخت د ځيني لويو او وړو پروژو د عملي کېدو په اړه د کابل په کچه ژمني کېږي خو وروسته يې درک نه مالومېږي، هيله مو دا ده چي د دې پروژو عملي کېدو ته ډېره پاملرنه وسي”.