کور / تازه خبرونه / د وسله والو او وسلو د نيولو ادعا سوې

د وسله والو او وسلو د نيولو ادعا سوې

د امنيت امر : ” د١٢ مخالفينو دوژلو تر څنګ گڼ شمير وسلي او مهمات نيولي دي
د کندهار د امنيه قومندانۍ د امنيت آمر وويل دتېرو دوواونيو په جر يان کي په ښار او ولسواليو کي د١٢ وسله والو مخالفينو دوژلو او ١٠ تنو دژوندي نيولو تر څنګ ګن شمير وسلي او مهمات ددوى ولاس ته ورغلي دي .

د کندهار د امنيت آمر سمونوال رحمت الله اطرافي د کندهار ولايت مقام د رسنيو او معلوماتو په مرکز کي جوړي سوي غونډي ته د تېري اوونۍ د امنيتي لاسته راوړنو په اړه خبري کولې يادونه ېي وکړه، چي د تېري اوونۍ په اوږدو کي يې په ښار او ولسواليو کي د دښمن ډېر مهم پلانونه شنډ کړي چي په ترڅ کي يې په زياته کچه وسلې او مهمات تر لاسه کړي .

نوموړي وويل، د تېري اوونۍ په اوږدو کي ٢١ گډ او ٢٢ځانګړي عملياتونه په ښار او ولسواليو کې کړي، چي په پايله کي د١٢ تنو وسله والو مخالفينو دوژلو ١٠ تنو دنيول تر څنګ يو شمير سپکي او درنې وسلي ددوى ولاس ته ورغلي دي .چې له جملي څخه يوه صوبه دځانمرګى واسکټ،درې عرادي چارج سوي موټر سايکلان ،٥٤٣ مختلف النوع ماينونه ، ١٩ کړۍ لاسي بمونه د٦ فيوزانو سره يو ځاى ،٢٢٥ کيلو ګرامه چاوديدونکي توکي ، ١ ميل دنيکه توپ ،١ ميل راکټ انداز د٣ مرميو سره يو ځاى،يو ميل پيکا د٢٠٣٠ فيره مرمۍ سره يو ځاى،دوه ميله کلاشنکوفونه دپنځه عدده شاژورونو سره، ٦ پايې مختلف النوع مخابرې ،١٦ فيره دهاوان مرمۍ،٧ فيره د٨٢ ميلي مترۍ توپ مرمۍ ، ٢ فيره دBM12 مرمۍ،١٦ فيره ددهشکه مرمۍ، ٧٩٥ فيره دکلاشنکوف مرمۍ،١٢٠ فيره دڅلويښت ډزي مرمۍ،٤ صوبه پرتله ، ١٠ پايي نوکيا مبايلونه،٦ عدده دپيکا مرمۍ خالي بکسونه ،او ددي ترڅنګ يوه عرده سرايچه موټر تخريب سوى ، د دښمن دماين جوړولو کارخانه له منځه وړل سويده او همدارنګه ١١ عرادي موټر سايکلان او يوه عراده کرو لا ډوله موټر دپوليسو لاس ته ورغلى دى.

د امنيت آمر سمونوال رحمت الله يادونه وکړه چې دوی د کندهار ښار په بيـلابيل ځايونو کي ٣٦ کيلو ګرامـه هـيروئيـن ـــــ ٣٧٨ کيلو ګرامه تارياک،١١٣٢،٣٦٦ کيلو ګرامه او مه چرس او دوه عرادي لنډکروزر موټرونه د ١٤ تنو مظنونينو سره يو ځاى نيولي دي .

اطرافي همدارنګه وويل ولسمشريزو ټاکنو ته کانديدان بايد مخکي د٤٨ ساعته څخه موږ ته دي دخپلو مجاليسو خبر راکړي او دخپل کمپاين رئيسان ،خپل ولايتي مسئولين موږته معرفي کړي، دولايتي دفترونو آدرسونو معرفي او همدارنګه

دکمپايني مبارزو په لړ کي ٤٨ ساعته مخکي رسماً ولايت مقام ته خبر ورکړي .