کور / تازه خبرونه / وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

وسله والو ته د مرګ ژوبلي د اوښتو ادعا وسوه

په میدان وردګو ولایت کې ولایت کې د نښتې په ترڅ کې د درې وسله وال طالبانو په ګډون پنځه تنو ته مرګ ژوبله واوښته او یو بل ژوندی نیول شوی.

د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سلطان خیلو سیمه کې د امنیتي ځواکونو او سله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې یو وسله وال طالب وژل شوی،درې ټپیان او یو بل یې ژوندی نیول شوی دی.

همدا راز د دغه نښتې په ترڅ کې د عامه نظم پولیسو یو سرتېری وژل سوى او یو بل یې ټپي شوی دی .

په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.