دزابل امنیتي چارواکي یوځل بیا دتلاشي پرځنځیر باندي د۲۱۸ کیلوګرامه نشه يې توکو دنیولو خبرورکوي، ددې ولایت امنیه قومندان وايي چي ددې نشه يې توکو سره يې په تړاو دوه کسان او دوه موټرونه هم نیولي . دهغه په وینا دنشه يې توکو په وړاندي يې کلکه مبارزه پیل کړې ده.
دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام غلام سخي روغ لیونی وايي چي نن سهار يې ددې ولایت په مرکز کلات کې دنشه يې په وړاندې دمبارزې پولیسو یوځل بیا په دوه جلاپيښو کې ۲۱۸ کیلوګرامه تاریاک او هیروین ونیول.
ښاغلی لیونی وايي چي ددې پيښې سره يې په تړاو دوه تورن کسان او دوه موټرونه هم نیولي دي چي ترځیړنو وروسته به يې عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
دامنیه قومندان په خبره دنشه يې توکو په وړاندي يې کلکه مبارزه پیل کړې ده او هیچاته به اجازه ورنکړي چي پدې ولایت کې دنشه يې توکو قاچاق وکړي.
په زابل کې امنیتي چارواکي دنورو کلونو په پرتله دنشه يې توکو دقاچاق په مخنیوي کې بریالي بريښي او په روان کال کې تر پنځه ټنه زیات نشه يې توکې نیول شوي دي.