کور / تازه خبرونه / روزګان:درنې چاودني لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

روزګان:درنې چاودني لسګونو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله

په هغه پیښه کي چي پرون سي شنبي ماښام ۷بجي د روزګان ولایت د مرکز ترینکوټ ښار په یوه هوټل کي رامینځ ته شوه له امله یي ۴۸ تنو ته مرګ ژوبله واوښته .
د روزګان د امنیي قومندانۍ مسؤلین وایي چي پیښه یو ځانمرګۍ برید وه او ځانمرګي بریدګر غوښتل چي شپه په همدي هوټل کي تیره کړي او سبا د دي ولایت پر امنیه قومندان مل پاسوال مطیع الله باندي په هغه لاره کي برید وکړي کوم چي نوموړۍ په همدي لاره دندي ته ځي خو تر هدف وړاندي تیر ماشام شاو خوا ۷ بجي ورسره په یاد هوټل کي چاودیدونکي توکي وچاودیدل .
امنیه قومندان مل پاسوال مطیع الله وایي چي په پیښه کي ۹ تنه ملکي وګړي ووژل شول، ۳۹ نور ټپیان شول، د هوټل ۲ پوړیزه ودانۍ په بشپړ ډول ویجاړه شویده او شا و خوا نورو دوکانونو ته هم مالي زیانونه اوښتي دي امنیه قومندان زیاته کړه چي په دي هوټل کي ټول هغه کسان وه چي د ورځي یي مزدوري کوله او د شپي به یي په دي ارزان بیه هوټل کي پاتي کیدل .
د روزګان د عامي روغتیا ریس وایي چي د یادي پيښي له ځای څخه د ۹ تنو ملکي وګړو جسدونه او ۳۹ ټپیان د ترینکوټ مرکزي روغتون ته ور وړل شوي دي .
د ترینکوټ د مرکزي روغتون ریس ډاکټر محمدنادر په وینا په وژل شویو کي ۲تنه ماشومان دي چي عمرونه یي د ۱۳ کالونو په شاوخوا کي دي او په ټپیانو کي د ۴تنو حالت نازک دی.
څو تنو عیني شاهدانو وویل چي بریدګر چا نه دی لیدلۍ خو په هوټل کي د ننه یوه زوره وره چاودنه وشوه او هوټل رانسکور شو.
یوه ټپي محمدرحیم نومي وویل چي د ډوډی خوړلو په انتظار ناست وو چي ناڅاپه چاودنه رامینځ ته شوه او د چت د رالویدو له امله ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښتله .
له بلي خوا د هوټل مالک چي د پيښي څخه ژوندی پاتي شویدی وایي چي په هوټل کي یي تر ۶۰ تنو زیات مزدورکاران ناست وه چي ټولو ته مرګ ژوبله اوښتي ده .

د پيښي مسؤلیت تر دي دمه چا نه دی منلۍ .