د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي په مشرۍ د دغه ولایت نظامي شورا غړي وایي: د اسلامي نړۍ د مرکز په توګه د غزني د مراسمو په څېر،چې په دغه ولایت کې د کابل ـ کندهار لارې امنیت یې تامین کړی وو،په دغه ولایت کې به ټاکنو ترسره کېدو په موخه هم ورته امنیت تامین کړي.
د دغه شورا غړو نن ( چهارشنبه) په جوړه شوې غونډه کې وویل: سره له دې،چې
د ښمن غوښتل،چې په میدان وردګو ولایت کې د کابل ـ کندهار پر لویه لاره تخریبي اعمال ترسره کړي،خو په دغه ولایت کې میشتو امنیتي قواو یې له وړاندې مخه ونیوله،چې په ترڅ کې په یاده لویه لاره د نور کله په څېر هیڅ امنیتي ستونزه رامنځته نشوه .
د دوی په وینا دوی به په بشپړ ډول هڅه وکړي،ترڅو د یادو مراسمو د ترسره کېدو پر مهال د جوړ شوي امنیتي پلان څخه په ګټې اخیستنې،راتلوونکو ټولټاکنو لپاره ښه زمینه برابره کړي .
د میدان وردګو ولایت نظامي شورا،چې په کې د دغه ولایت د والي سربیره په دغه ولایت کې د ټولو کورنیو او بهرنیو امنیتي منسوبینو مسؤلین ګډون لري،وایي: ټول وسله وال مخالفین،چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې شتون لري، دامنیتي قواو د پرلپسې عملیاتو په ترڅ کې تېښتې ته مجبوره شوي او ژر ده،چې ټولې سیمې د دوی له شتون څخه پاکي شي.
د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې د ولایتي شورا لپاره د اوو ښځو په ګډون شپږ څلوېښت تنو ځانونه نوماند کړي او تر دا مهال په دغه ولایت کې د ولسمشرۍ شپږو نوماندانو د خپل کمپاین چارې پیل کړي .
دا په داسې حال کې ده،چې په میدان وردګو ولایت کې د رایې ورکونې لپاره یو سلو شپیته مرکزونه په نظر کې نیول شوي،چې په درې سوه نهه اتیا محلونو کې،چې دوه سوه یوشپیته یې د نارینه او یو سلو اته شپیته یې د ښځینو لپاره دي،رایه اچونه ترسره شي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه