کور / تازه خبرونه / اوباما له ولسمشر کرزي يوار بيا د امنيتي تړون د لاسليک غوښتنه وکړه

اوباما له ولسمشر کرزي يوار بيا د امنيتي تړون د لاسليک غوښتنه وکړه

د جمهوري رياست د مطبوعاتي دفتر د خبر له مخي بارک اوباما او حامدکرزي تېره ورځ ناوخته د ټيلفوني خبرو په ترڅ کي د راتلونکو انتخاباتو او د امنيتي تړون د لاسليک په اړه خبري وکړې.
د انتخاباتو په اړه اوباما ويلي دي چي امريکا په افغانستان کي د انتخاباتو ملاتړې ده خو د کوم مشخص کانديد ملاتړ نه کوي.
باراک اوباما يو وار بيا له ولسمشر کرزي غوښتي دي چي تر ټاکنو مخکي پر امنيتي تړون لاسليک وکي خو ولسمشر کرزي د سولي راوستلو په لاره کي د امريکې عملي ونډه اخستل د امنيتي تړون شرط ګڼلی دی.
له بلي خوا نن سهار اروپايي خبري اژانسونو د اوباما له خولې خبر ورکړ چي که ولسمشر کرزی له امريکې سره امنيتي تړون لاسليک نکړي امريکا به د ۲۰۱۴ تر پای ته رسېدو مخکي خپل ټول پوځونه له افغانستانه وباسي.