د ٢٠٥ اتل قول اردو ځواکونو د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په سيدانو کلي کي د چاڼيزو عملياتو پر مهال د ٨ تنو وسلوالو طالبانو د وژلو تر څنګ يو شمېر وسلې او نشه يي توکي نيولي دي.
ياد عمليات د راتلونکو ټولټاکنو لپاره د ښه امنيت د تامين په موخه ترسره سول، چي په پايله کي يې اته تنه وسلوال طالبان وژل سوي، ٣ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه، ٢ دانې د وسايطو ضد ماينونو فېوزونه، ١ کړۍ د پرسونل ضد ماين، يوه دانه د ماين کانچه او ١٠ کيلو ګرامه اومه چرس کشف او تر لاسه سوي دي.
په دې اړه خپله وسله والو طالبانو تر اوسه څه نه دي ويلي.
لراوبر ویب پاڼه لراوبر يو افغان – تازه خبرونه