کور / سياسي / د ولسمشر کرزي کاندید تر اوسه نه دئ معلوم

د ولسمشر کرزي کاندید تر اوسه نه دئ معلوم

ډېرو ګومان کاوه چي ولسمشر حامد کرزی به له ډاکټر زلمي رسول څخه ملاتړ کوي، خو د رواني اونۍ له انتخاباتي هلو ځلو، پټو او ښکاره غونډو څخه ښکاري چي ولسمشر کرزی لا تر اوسه ظاهراً له هیڅ کاندید څخه ملاتړ نه کوي.

د مطرحو کاندیدانو چوپتیا:
په روانو انتخاباتي هلو ځلو کي له ۱۱ کاندیدانو څخه چي ډاکټراشرف غني احمدزی، ډاکټر عبدالله او ډاکټر زلمی رسول یې تر ټولو مطرح کسان دي، حتی یوه یې هم ولسمشر کرزی د کوم کاندید په ملاتړ نه دئ تورن کړی.
ډاکټر عبدالله هغه کاندید دئ چي له یوه مخه د ولسمشر کرزي پر پرېکړو نیوکه کوي، خو اوس هیڅ نه وايي. ډاکټر اشرف غني احمدزي هم تر اوسه ولسمشر کرزی د کوم سیال کاندید په ملاتړ نه دئ تورن کړی، او په سړه سینه یې خپل پلویان د نورو کاندیدانو په باب زغم ته رابللي او وايي اوسني سیالان یې سباني شریکان دي.

د ارګ په غوښتنه د قومي مشرانو جرګه:
له کندهار او نورو ولایتونو څخه د قومي مشرانو جرګه چي د تیري جمعې په ورځ په کانټینینټل هوټل کي جوړه سوې وه، هیڅ نتیجه ورنکړه. ویل کېده چي دغه جرګه د ولسمشر کرزي په غوښتنه جوړه سوې وه، او غوښتل یې چي ډاکټر زلمی رسول، ښاغلی قیوم کرزی، ګل آغا شیرزی او سردار محمدنادر نعیم پر یوه محور سره راټول کړي. په غونډه کي له زلمي رسول او قیوم کرزي څخه غوښتل سوي ول چي یو و بل ته سره تېر سي، خو د جرګې دا وړاندیز یوه هم نه دئ منلی. د ښاغلي شیرزي په باب خو ویل کېږي چي د غونډي تر ختمېدو دمخه له تالاره خوابدی وتلی دئ او د تیري شنبې راهیسي یې په کندهار کي انتخاباتي هلو ځلو ته زور ورکړی دئ.
د قومي جرګې تر هلو ځلو وروسته په ارګ کي هم د زلمي رسول او قیوم خان کرزي د یو ځای کېدو په خاطر غونډي سوي دي، خو نتایج ښيي چي هیڅ ګټه یې نه ده کړې.

اشرف غني احمدزی او قیوم خان کرزی:
پرون د ډاکټر اشرف غني احمدزي د کمپاین ډلي خبر ورکړ، چي د قیوم خان کرزي او اشرف غني احمدزي د یووالي خبري شروع سوي دي، او احتمال سته چي قیوم خان کرزی به له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره یو ځای سي. دا لا تر اوسه څرګنده نه ده چي ښاغلي قیوم کرزي له ډاکټر زلمي رسول څخه کوم امتیازات غوښتل او دا هم معلومه نه ده چي له اشرف غني احمدزي سره به د کومو امتیازاتو په ترلاسه کولو یو ځای کېږي.

د ګل آغا شیرزي او هدایت امین ارسلا ایتلاف:
هدایت امین ارسلا چي تمه وه یا له زلمي رسول او یا هم اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ اعلان کړي، خو له توقع خلاف یې له ګل آغا شیرزي سره ایتلاف وکړ. په دوی کي دوو کي یو هم له کاندیدۍ څخه نه دئ تېر سوی، خو که یې تر منځ ایتلاف دوام وکړي، ښایي دواړه پر یوه وخت دریم کاندید ته تېر سي.

پایله:
څوک چي ولسمشر کرزی د ښاغلي رسول په ملاتړ تورنوي، د ثبوت په خاطر د زلمي رسول پر شاوخوا د ښاغلي فاروق وردګ په شمول د کابینې د ځینو غړو راټولېدو او ناستي پاستي ته ګوري، چي په هیڅ وجه له زلمي رسول څخه د ولسمشر کرزي د ملاتړ معنی نلري، ځکه ځیني لوړ رتبه چارواکی او یا هم ولسمشر کرزي ته نیژدې مشران د نورو کاندیدانو پر شاوخوا هم لیدل سوي دي. ویل کېږي د ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي او د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخېلوال له اشرف غني احمدزي سره ملګري دي، همدا راز د ولسمشر لومړی مرستیال محمدقسیم فهیم او د مزار والي عطاء محمد نور له ډاکټر عبدالله سره لیدل سوي دي. د ولسمشر کرزي نیژدې ملاتړي محاذ ملي، نجات ملي، پیوند ملي او افغان ملت ګوند هم له ډاکټرغني څخه ملاتړ اعلان کړی دئ، نو که ښاغلی کرزی د زلمي رسول تر شا وای، یقیناً دغو اشخاصو او ګوندونو به هم د هغه ملاتړ اعلان کړی وای.