په زابل کې دبېړنيو حالاتو سره دمبارزې ریاست پر څه باندي ۱۱۰۰ زیانمن شویو کورنیو باندي غیر خوراکي وویشلې، ددې ولایت چارواکي وايي چي یاده مرسته دیو ني سیف ادارې لخوا شوې ده. بل لوري ته بیا یوشمیر کسان ددې مرستې څخه خوښ بریښي او دنورو غوښتنه کوي.
د زابل ولایت د بېړنيو حالاتو سره دمبارزې ریاست رېیس سمیع الله هشمت درسنیو سره دخبرو پرمهال وویل چي ددې ولایت پرڅه باندي ۱۱۰۰ کورنیويې دیو نې سیف په مالي مرسته غیرخوراکې توکې وویشلې.
ښاغلی هشمت وايي چي یادې مرستې يې دمرکز کلات په ګډون دشهرصفا او شاه جوی ولسوالیو پر خلګو ویشلي دي او دوی به هڅه وکړي ترڅو دالړۍ جاري وساتي.
بل لوري ته بیا یوشمیر زیانمن شوې کورنۍ دیادې مرستي څخه خوښ برېښي او ددولت څخه غوښتنه کوي چي دمرستو دالړۍ جاري وساتي.
په زابل کې دامرسته پداسي حال کې کیږي چي تردې وړاندي هم پریوشمېر کورنیو باندي خوراکي توکې وویشل شوې.