پاکستان له افغانستانه خپل غچ واخیست”
د کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د کونړ په غازی اباد ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په یوې حملې کې د یوویشتو عسکرو د وژل کېدو په پیښې تبصرې او مقالې خپرې کړي دي.
ویسا:
ویسا لیکلي، ښايي دا په تیرو دیارلسو کلونو کې له هغو درنو قربانیو څخه یوه وي چې؛ ملي اردو ورکړه.
ویسا لیکلي چې، په دې حملې کې د پاکستان استخبارات نیغ په نیغه لاس لري او د خپلو هغو درویشتو پوځيانو غج یې واخیست چې؛ پاکستاني چارواکي وايي، د افغانستان په خاور کې وژل شوي وو.
ورځپاڼې لیکلي دا چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو ماموریت د روان کال تر پایه هم دوام کوي؛ نو په دارنګه مواردو کې باید د ملي اردو مرستې ته ورودانګي.
سرنوشت:
سرنوشت ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي، پاکستانیو ملیشو غج واخیست.
په سرمقالې کې راغلي، دې برید وښودله چې، وسله وال مخالفین د چا په امر او د چا اهدافو ته کار کوي.
سرنوشت لیکلي، اوس باید ټیټ پوړي وسله وال مخالفین په دې پوه شي چې؛ دا جګړه د چا په ګټه روانه ده او باید د سولې لاره غوره کړي.
محور:
محور ورځپاڼې لیکلي، وسله والو طالبانو دا حمله په داسې حال کې وکړه چې؛ په متحده عربي اماراتو کې د افغان دولت او یو شمېر پخوانیو او اوسنیو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شوي دي.
خو د سرمقالې د لیکوال په باور د کونړ له پیښې داسې ښکاره شوه چې طالبان سوله نه غواړي.
ورځپاڼې لیکلي چې د سولې د خبرو له پیل نه مخکې باید وسلوال طالبان اوربند ته غاړه کیږدي.
د ملي ارمان د ورځپاڼې د سرمقالې سرلیک دی؛ طالب جنایت کوي او جمهور رییس ترې حمایت.
په سرمقالې کې پر حکومت انتقاد شوی چې؛ د وسله والو مخالفینو پر ضد جدي عمل نه کوي.
ملي ارمان لیکلي په اکثرو مواردو کې لیدل شوي چې؛ حکومت هغه وسله وال چې په جګړې کې نیول شوي وي؛ بېرته خوشې کوي.
هېواد:
هېواد دولتي ورځپاڼې هم په خپلې سرمقالې کې لیکلي؛ په کونړ کې دې د افغان پوځیانو د وژل کېدو عوامل وپلټل شي.
ورځپانې لیکلي کونړ د ډیورنډ پر کرښه پروت دی او د پاکستان په لاس روزل شوي وسله وال په اسانۍ ورته رااوښتی شي او دارنګه بریدونه کولای شي.
هېواد لیکلي باید د دې پيښې ټول کورني او بهرني عوامل وپلټل شي.