د ننګرهار د عربانو د قوم یوشمېرځوانانو او لسګونه ځوانانو په جلال اباد ښارکې د ولسمشرۍ د نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي د نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ.
دا لسګونه کسان په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین دفترته راغلي وو او ژمنه یې وکړه،چې په داوطلبه بڼه به د ولسمشرۍ دغه نوماند ته پخپله سیمه کې کمپاین کوي.
په غونډه کې د قرآنکریم ترتلاوت وروسته په ختیځ کې د کمپاین د سیاسي کمېټې مسول جنرال میرهاشم د جلال اباد د عربانو ګولایي سیمې دغو مخورو او ځوانانو ته هرکلی ووایه.
بیا د راغلو قومي مشرانو او ځوانانو په استازیتوب د عربانو یوه مخور عطامحمد عرب خبرې وکړې او ویې ویل:ډاکټراشرف غني ته ځکه رایه ورکوو او کمپاین کوو،چې ټاکنیزه نښه یې قرآنکریم دی،عالم او با نړیوال شخصیت دی او د افغانستان ثبات یې په رهبرۍ تضمیندای شي.
د عربانو د قوم استازي ژمنه وکړه،چې پخپله سیمه کې به د ډاکټرصیب غني د کمپاین لپاره داوطلبانه او پخپلو امکاناتو دفتر هم پرانیزي.
ورپسې پخواني جهادي قومندان نوریاسین،په ختیځ کې د کمپاین د دیني عالمانو د کمېټې مسول مولوي روح الله عابد او دځوانانو کمېټې مسول محمد اسلم امېد په وار سره خبرې وکړې اود ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه د ملاتړ ترڅنګ یې ډاډ ورکړ،چې هغه به له ختیځ زون څخه ترنورو سیمو زیاتې رایې وګټي.
د یادونې وړ ده،چې هره ورځ د مختلفو قشرونو ګڼ استازي په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین دفتر ته راځي او د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له هغه څخه خپل ملاتړ اعلانوي.