کور / تازه خبرونه / خوست:په ولسواليو کې قاضيانو خپلې دندې پيل کړې

خوست:په ولسواليو کې قاضيانو خپلې دندې پيل کړې

دولايت مقام له وروستۍ پريکړې وروسته دخوست ولايت په ټولو ولسواليو کې
قاضيانو خپلې چارې پيل اوپه دې سره په ټولو ولسواليو کې قضايي ادارې
فعالې اوپه خپلو کاري حوزو اوساحاتو کې به ولس ته خدمت وکړي.
له دې وړاندې دخوست ولايت په ځينو ولسواليو کې قضايي ادارې فعالې وې خو
ددغه ولايت اوسيدونکو په ټولو ولسواليو کې دقضايي ادارو دفعاليت غوښتنه
کوله ،په پايله کې دخوست ولايت مشرتابه تريوې پريکړې وروسته ټولو قضايي
ادارو ته لارښوونه وکړه چې ټول قاضيان بايد دتقرر داصل او دجلالتماب
جمهور رئيس د٤٥ګڼه فرمان په اساس په اړونده ولسواليو کې خپلې دندې سرته
ورسوي او دعدالت دتامين لپاره کار وکړي.
هغه څه چې تردې مهاله يې دخوست په ټولو ولسواليو دقضايي ادارو دفعاليت په
وړاندې خنډ ايجاد کړى وو دمناسب ځاى نشتوالى وو ،خو ولايت مقام
ولسوالانوته لارښوونه وکړه چې دولسواليو په تعميرونو کې قاضيانو
اوڅارنوالانو ته ترهغه وخت پورې ځانګړى ځاى ورکړي ترڅو چې ديادو
ارګانونو لپاره ځانګړي تعميرونه جوړيږي.
همداشان ټولو ولسوالانوته دنده سپارل شوې چې دعدلي اوقضايي ارګانونو
دکارکوونکو دامنيت تامين ته ځانګړې توجه وکړي.
ديادونې وړ ده چې خوست والي عبدالجبارنعيمي په وروستي کاري سفر کې په
پلازمينه کابل کې دسترې محکمې اولوى څارنوالي له مقامونو غوښتنه کړې چې
دخوست ولايت په ولسواليو کې دخپلو ادارو لپاره منظم تاسيسات جوړ اوټولې
اړونده اداره په ښه توګه اکمال ،تجهيز اوپياوړي کړي.