دټاکنو دخپلواک کمېسیون د دارالانشاء رئيس ضیاء الحق امرخیل دولایتي روزونکو د شپږ ورځني ورکشاپ په پای کې له کارکوونکو په کله غوښتنه وکړه چې په تیرو ټاکنو کې دټاکنو دخپلواک کمېسیون دزیانمن شوي باور دبیرته ترلاسه کولو، درڼو، سراسري او ټولو ته دمنلو وړ ټاکنو په ترسره کولو کې دټاکنو دکمېسیون د ټولو کارکوونکو مسلکي، ناپیلی،اخلاقي او په تمامه مانا سره دهر ډول سمتي، حزبي،قومي او ژبني تعصباتو پرته ستاسو مخلصانه او نه ستړي کیدوونکې هلې ځلې ددې هېواد دسیاسي قدرت انتقال په ښه توګه تضمینولی شي.
ښاغلي امرخیل وویل دتیرو تجربو او تیروتنو دمخنوي په اړه دا ځل د شفافو، سراسري او ټولو ته دمنلو وړ ټاکنو لپآره کمېسیون هڅه کوي چې خپل کارکوونکي ښه وروزي، ستاسو له لارې به په ولایتونو کې ساحوي ناظمان چې د ټاکنو مهمه دنده پرمخ وړي ټاکنیزه وړتیا یې لوړه او په هره مرحله کې ترې څارنه وشي، داځل دکارکوونکي دکمې غلطۍ او یاهم دټاکنیزې سرغړونې په اړه به کمېسیون دمتخلفو کسانو سره قانوني چلندوکړي او که احیانا که کوم کارکوونکی دکمېسیون خپلواکې تر پوښتنې لاندې راولي د ګوښه توب سربېره به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپيژندل شي.
ښاغلي امرخیل له ټولو ولایتي روزونکو څخه مننه وکړه چې په سختو شرایطو کې ور سپارل شوې دنده په پوره صداقت پرمخ وړي او کمېسیون ستاسو دهر قانوني چلند او ګام تر شاه تاسو سره په ټول توان سره ولاړ دی.
نوموړي له ټولو کارکوونکو څخه غوښتنه وکړه چې په ساحه کې دکوم چارواکي او یاهم زور واکي له زر او زور تر تاثیر لاندي را نه شي.
دیادونې وړ ده چې دولایتي رزونکو دغه شپږ ورځني ورکشاپ کې ۸۶ تنو برخه اخیستې وه چې ۳۳ تنه یې ښځینه وې او نوموړو ته دټاکنو په تصویب شوي لارښودنه او هم دټاکنو دټولې پروسې په اړه معلومات ورکړل شول.