پېښور:دبي بي سي د خبر له مخې د خېبر ایجنسۍ په تېرا کې د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو دوسله والو پر سنګرونو بمباري وکړه چې له امله ې ٣٨ وسله وال وژل شوي .د امنیتي چارواکو پروينا په تېرا کې وسله والو سنګرونه جوړ کړي وو چې پرې بمبارۍ وشوه . په ترڅ کې يې د ماین جوړولو یوه کارخانه او د وسله والو دوه سنګرونه په نښه شوي او په ډېره اندازه چاوېدونکي توکي هم له مینځه وړل شوي دي.دا دویم ځل دی چې په خېبر ایجنسۍ کې بمباري کېږي.تر دې وړاندې د خېبر ایجنسۍ په باړه سیمه کې د پاکستان د پوځ جنګي الوتکو بمباري کړي وه.