هنگو :دبي بي سي د خبر له مخې د خيبر پښتونخوا په هنګو ولسوالۍ کې توپ لرونکو څرخي الوتکو وسله والو پر مشکوکو سنګرونو بريدونه کړي، چې له امله ٩ کسان وژل شوي دي پوځي سرچينې وايي دغه عمليات نن سهار وختي د هنګو ولسوالۍ د ټل په سيمه کې په څو جلا ځايونو شوي دي.سرچينې وايي ځايي امنيتي ځواکونو خبر ورکړی، چې په هنګو او اورکزۍ ايجنسۍ په سرحدي سيمه توره وړۍ کې د وسله والو پر يوه لوی مرکز د بريد تابيا نيول کېږي.راپورونه وايي، چې پر دغه مرکز توپ لرونکو څرخي الوتکو لا له وړاندې بريدونه پیل کړي.پوځي سرچينې دغه راز وايي، چې د ټل په درسمند سيمه کې هم د وسله والو پر يوه مرکز هوايي بريد شوی دی.ځايي چارواکي وايي په دواړو بريدونو کې لږترلږه ٩ وسله وال وژل شوي، چې په خبره یې مهم قومندانان هم په کې دي، خو نومونه يې نه دي اخيستل شوي. د دوابې د سيمې د پوليسو يوه مشر ويلي، چې په سيمه کې لا هم د جنګي څرخکو له لوري ډزې کېږي. دی وايي چې په توره وړۍ سيمه کې د وسله والو مخالفينو د يوه قومندان ګل زمان کور په نښه شوی، چې پوليس وايي مطلوب کس و.خو دا لا نه ده روښانه چې ګل زمان ته په دغه بريد کې زيان اووښتی که څنګه.