کور / تازه خبرونه / د وسلو او مهماتو د نيولو خبر ورکړل سو

د وسلو او مهماتو د نيولو خبر ورکړل سو

افغان امنيتي ځواکونو له څو ورځو راهيسي د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کي د چاڼيزو عملياتو پرمهال ګڼ شمېر وسلې او مهمات کشف کړل.

ياد عمليات چي له څو ورځو راهيسي د افغان ملي اردو، ملي پوليسو، د عامه نظم پوليسو او سيمه ييزو پوليسو په ګډه همکارۍ د پنجوايي ولسوالۍ په تلکان، مشان او دواب سيمو کي د ښه امنيت راوستلو په موخه تر سره سول، پر مهال يې ٢٤٤ پرسونل ضد ماينونه، ١٠ کشفي مخابرې، يوه کوډان مخابره، ٤ بالازن توپکونه، ٢ سل ټکه توپکونه، ٦ميله کلاشنکوفونه، ٣ د ځانمرګي واسکټونه، ٥ د راکټ مرمۍ، ١٠ د هاوان سرګلولې، ١٠٠ د زيکويک مرمۍ، ١٢ شاجورونه، ٣ د راکټ پټاکۍ، ١٥٠٠ فيره د کلاشنکوف مرمۍ، ٣٠٠دانې د ماين چرۍ، ١٣ دانې د هشتاددو مرمۍ، ٢٢٣دانې د ماينونو بېټرۍ، ٣٢ دانې د ماينونو کانچې، ١٥ کړۍ لاسي بمونه، ٢٠٠ فيره د کلاکوف مرمۍ، يو ميل هاوان، ٩٦دانې ريموټونه، ١٥٠کيلوګرامه باروت، ٧٩٥٠فيره د پيکا مرمۍ، ٢ ميله پيکا، ١٨٠٠ميتره ثانيه سوز لاين، ١١٠دانې بم افګن، ٩ دانې د توفنګچې شاژورونه او يو ميل توفنګچه کشف او تر لاسه سوي دي.
په دې اړه لراوبر ته د کندهار ولايت مقام له لوري يوه خبرپاڼه هم رالېږل سوې ، چي د يادو وسلو د نيولو خبره سوې خو دا نه دي ويل سوي چي د دې وسلو او مهماتو سره ئې څوک نيولي او که يا ؟
د يادوني وړ ده چي په دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.