کور / تازه خبرونه / د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وسوه

د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وسوه

د لغمان لسګونه قومي مشرانو او د ځوانانو د ټولنو مسولینو په ننګرهارکې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټراشرف غني احمدزي په ملاتړ غونډه وکړه.
د قرآنکریم له تلاوت وروسته په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین د سیاسي کمېټې مسول جنرال میرهاشم د غونډې ګډونوالو ته د هرکلي وینا وکړه او ویې ویل،چې ډاکټراشرف غني د افغانستان د سولې،ثبات اواقتصادي پرمختګ لپاره واضحې او بریالۍ طرحې لري.
د لغمان د قومي مشرانو په استازیتوب حاجي شیرین آغا او د ځوانانو د ټولنو په استازیتوب شال پاچا خبرې وکړې او د ډاکټراشرف غني له نوماندۍ څخه یې خپل ملاتړ اعلان کړ.
د ننګرهار د ولایتي شورا غړي الحاج محمد ایوب ملک بابا وویل:تر جلال اباده په داوطلبه بڼه د لسګونه قومي مشرانو او ځوانانو راتګ او له ډاکټراشرف غني احمدزي څخه ملاتړ کول سرله اوسه په ټاکنو کې د هغه د بریالیتوب زېری کوي.
دا ملاتړغونډه په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین په عمومي دفترکې جوړه شوې وه.
د یادونې وړ ده،چې د لغمان پردغو قومي مشرانو او ځوانانو سربېره د نورو ورځو په شان د ختیزو ولایتونو د مختلفو سیمو او قشرونو اړوند لسګونه تنه نور هم په داوطلبه ډول د ډاکټراشرف غني د کمپاین مرکزونو ته راځي او په ټاکنو کې د ګډون ترڅنګ د هغه د نوماندۍ ملاتړ کوي.