د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چي په شاه وليکوټ اولسوالۍ کي ئې وسلې او مهمات نيولي.
د يادوو چارواکو په وينا چي دا وسلې او مهمات ئې د ملي اردو په چاڼيزو عملياتو کي د دې اولسوالۍ د کاشين نومي سيمه کي نيولي چي پکښي ٣٣ کړۍ پرسونل ضد او ٥٣ کړۍ د وسايطو ضد ماينونه، ٢ قابه دوربينونه، ٣٠دانې د کربين مرمۍ، يوه پرتله او يو ميل کربين توپک کشف او تر لاسه سوي دي.
د يادوني وړ ده چي په دې اړه تر اوسه چا څه نه دي ويلي.