کور / تازه خبرونه / کنړ: د ډاکټر اشرف غني د انتخاباتي کپاين دفتر پرانستل سو

کنړ: د ډاکټر اشرف غني د انتخاباتي کپاين دفتر پرانستل سو

په کونړکې د ولسمشرۍ نوماند ډاکټرمحمد اشرف غني احمدزي د کمپاین درېدفترونهپرانیستل شول.
په کونړکې د ولایتي کمپاین مسول ډاکټرجمال الدین په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وویل:ډاکټر اشرف غني د افغانستان او ټولې سیمې ویاړ دی،موږ نېکمرغه یوو چې د نړۍ دویم مفکرمو د ولسمشرۍ څوکۍ ته نوماند دی او کمپاین ورته کوو.
د ډاکټرمحمد اشرف غني فرهنګي سلاکار او د کابل پوهنتون استاد لال پاچا ازمون وویل:کونړیانو ډېرې قربانۍ ورکړي،خو قدرداني یې نه ده شوې،موږله کونړه رایه غواړو،ارګ ته ننوځو او د کونړ د قربانیو له قدردانۍ سره د کونړ سیند د هېواد او کونړ د اقتصادي پرمختګ لپاره مهاروي.
په ختیځ کې د ډاکټراشرف غني د کمپاین مشر الحاج احسان الله کاموال له کونړیانو څخه مننه وکړه،چې په داوطلبه او ولسي بڼه د ډاکټرغني کمپاین ته حاضرشوي.
ښاغلي کامه وال وویل:زموږ کمپاین مشر،کشرنه لري هرڅوک په داوطلب ډول د خپلو امکاناتو مطابق کارکوي او په دې ډول به خپل کاندید بریالی کړو.
د ختیځ د کمپاین مشرهمدا شان د افغانستان اقتصادي ستونزو ته په اشارې سره وویل،چې د دې ټولو ستونزو حل پیاوړي او منل شوي اقتصاد پوه ډاکټراشرف غني ته د رایې ورکولو له لارې کیدای شي.
وروسته یوشمېرقومي مشرانو،دیني عالمانو د ولایتي شورا یوشمېرنوماندانو او ځوانانو د ډاکټراشرف غني د نوماندۍ ملاتړ اعلان کړ.
د یادونې وړ ده،چې په کونړ کې د ډاکټراشرف غني د بدلون او دوام ټیم درې دفترونه پرانیستي،چې یو عمومي،بل د ځوانانو او بل د ښځو لپاره دی.