کور / تازه خبرونه / وردګ : د ټاکنو د دفترو د زياتېدو غوښتنه وسوه

وردګ : د ټاکنو د دفترو د زياتېدو غوښتنه وسوه

په میدان وردګو ولایت کې د یو شمېر سیمو اوسیدونکو په دغه ولایت کې د
ټولټاکنو د محلونو د زیاتیدو غوښتنه وکړه.

د میدان وردګو ولایت د بهسودو،جلریز او سیداباد ولسوالیو یو شمېراوسیدونکو د دوی په سیمو کې د محلونو د زیاتیدو غوښتنه وکړه،خو دټولټاکنو خپلواک کمیسون مسؤلین وایي دغه غوښتنې ته یې مثبت ځواب نشي ویلای.
د میدان وردګو والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي نن ( پنجشبنه) د دغه ولایت په مقام کې د امنیتي مسؤلینو سره په جوړه شوې غونډه کې وویل: په دغه ولایت کې د ټولټاکنو یو سلو شپیته سایډونه شتون لري،چې اوس مهال د دغه ولایت د درې ولسوالیو اوسیدونکو د دوی په سیمو کې د مرکزونو د زیاتوالې غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې په میدان وردګو ولایت کې د ټولټاکنو خپلواک کمیسون مشر
ښاغلي نورالله وویل: دوی یاده غوښتنه په رسمي ډول د مرکزي ادارې سره شریکه کړې،خو مرکزي دفتر یې دغه غوښتنه پر ځای خو ناوخته بللې ده.
ده زیاته کړه،مرکزي ادارې د ټولو ولایتونو د رایې اچونې مرکزونو وروستی لړلیک له وړاندې برابر کړی او د دغه مرکزونو لپاره یې د رایې ورکونې ټول وسایل هم برابر کړي او نشي کولای،چې له دې وروسته نه د کوم ولایت لپاره د رایې ورکونې مرکزونو کې زیاتوالی راولي.
د یادونې وړده،په میدان وردګو ولایت کې د رایې ورکونې لپاره یو سلو شپیته مرکزونه په نظر کې نیول شوي،چې په درې سوه نهه اتیا محلونو کې،چې دوه سوه یوشپیته یې د نارینه او یو سلو اته شپیته یې د ښځینو لپاره دي،رایه اچونه ترسره شي.