په افغانستان كي ايتلافي ځواكونو په يوه خپره سوې پاڼه كي د پښتونخوا ايالت پر مومند ايجنسي د بريد مسوليت منلى دئ. او ويلي يې دي چي د دوى هدف د طالب جنګياليو وژل وو.
پاكستاني مطبوعاتو نن سهار خبر وركړ، چي ايتلافي ځواكونو د مومند ايجنسۍ پر سرحدي سيمه بمباري كړې چي له امله يې د پاكستان پولي ۱۳ ساتونكي وژل سوي دي.
د پښتونخوا ايالت والي او وزير اعلى نن په يوه خبرپاڼه كي د ايتلافي ځواكونو پرونى بريد وغانده او دا يې پر پاكستاني خاوره تېرى وباله.
وزير اعلى اميرحيدرخان هوتي او والي ويس احمدغني وويل د ايتلافي ځواكونو دغسي خپل سري عمليات د ترهګرۍ پر ضد جګړې ته زيان رسوي.