کور / تازه خبرونه / پرميرعلي بريد د نوازشريف پراجازه شوې

پرميرعلي بريد د نوازشريف پراجازه شوې

اسلام اباد :دجيو اردو ژبې تلويزيون دخبر له مخې دپاکستان پوځ دشمالي وزيرستان پرميرعلي هوايي بريد دصدراعظم نوازشريف پراجازې ترسره کړى دى اوحکومت غواړي چې له طالبانوسره خبرې روانې وساتي اوطالبان هم خپل عمليات ودروي دحکومت او طالبانو ترمنځ دخبرو پرمهال په ١٩ ورځوکې دپوځ اوپوليسوپه گډون ١٧٢ کسان وژل شوي ،د٢٠١٣ کال ددسمبرد٩ دټول گونديزکانفرانس څخه وروسته ١٤٤سرتيري ،٤٦٠ ملکي وگړي په نښه شوي ،او١٢٦٤کسان ټپيان دي چې دا ټول دطالبانودبريدونو له امله دي