کور / تازه خبرونه / مولوي عبدالرقیب د سولي د لاري قرباني سو

مولوي عبدالرقیب د سولي د لاري قرباني سو

مولوي عبدالرقیب د سولي د لاري قرباني سو”

د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو تر ډیره په پاکستان کې د یوه طالب مشر مولوی عبدالرقیب د وژنې او په دوبۍ کې د سولې د روانو خبرو اترو په اړه مطالب خپاره کړي دي.

ویسا:

ویسا غیر دولتي ورځپاڼې د ولسمشر کرزي له قوله لیکلي چې؛ مولوي عبدالرقیب د سولې د لارې قرباني شو.

په دې اړه لیکنه کې له ارګه د خپرې شوې خبرپاڼې په حواله راغلي چې؛ مولوي عبدالرقیب په دوبۍ کې د ملا اغا جان معتصم په مشرۍ د سولې په پیل شوو خبرو کې برخه لرله او بیرته پاکستان ته ستون شوی وو.

په دې اړه مطلب کې راغلي چې؛ ولسمشر کرزي یو ځل بیا له طالبانو نه غوښتي چې په افغانستان کې د سولې له عالي شورا سره خبرې وکړي.

ویسا په یوه بل مطلب کې لیکلي چې؛ په دوبۍ کې شپاړس مهم طالب مشران د سولې له عالي شورا سره خبرې کوي چې؛ د طالبانو د رژیم پنځه تنه وزیران هم په کې شامل دي.

سرنوشت:

سرنوشت غیر دولتي ورځپاڼې د ولسمشر کرزي هغه خبره را اخیستې چې وایي پر ټولو افغان طالبانو د ورورولۍ له مخې غږ کوم چې راشي او د افغانستان دننه د امن په فضا کې د سولې له شورا سره مذاکرات وکړي.

جمهور رییس کرزي څرګنده کړې چې؛ په بهر کې هیڅ افغان رښتینی امنیت نه لري په تیره هغه وطندوست افغانان چې سوله او امن غواړي او دې هدف ته کار کوي.

سرنوشت هم لیکلي چې؛ د سولې د عالي شورا یو پلاوی دوبۍ ته تللی ترڅو له طالب مشرانو سره د سولې پر موضوع خبرې وکړي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې هم د مولوي عبدالرقیب د وژنې او د سولې پر پروسې د هغه د وژل کیدو د منفي اغیزو په اړه یو مطلب لیکلی دی.

دې ورځپاڼې د سولې د عالي شورا د چارواکو هغه خبره را اخیستې چې وایي، چې په پاکستان کې د مولوي عبدالرقیب او یو شمېر نورو طالب مشرانو پټې وژنې د سولې پر بهیر منفي اغیز پرې باسي.

په دې اړه لیکنه کې راغلي چې؛ ښایي دا وژنې د سولې د خبرو اترو پر وړاندې د خنډ جوړولو په هدف وشي او ځیني کړۍ د دې ډول وژنو تر شاه مهم سیاسي اهداف لري.

هېواد لیکلي چې؛ ولسمشر کرزي د مولوي عبدالرقیب تخاري له پلار سره په ټیلیفون خبرې کړي او له هغه سره یې خواخوږي څرګنده کړې.

ملي ارمان:

ملي ارمان غیر دولتي ورځپاڼې هم د مولوي عبدالرقیب تخاري د وژل کیدو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

په دې مطلب کې د سولې د عالي شورا د غړي قاضی محمد امین وقاد له قوله ویل شوي چې؛ طالبان باید په پاکستان کې د خپلو یو شمېر مشرانو دې ډول پټو وژنو ته په پام له دې شورا سره خبرې پیل کړي.

په دې اړه د ملي ارمان په لیکنه کې راغلي چې؛ تر مولوي عبدالرقیب وړاندې په پاکستان کې ګڼ شمېر نور طالب هغه طالب مشران هم وژل شوي چې سولې ته لیواله وو.

انیس:

انیس دولتي ورځپاڼې خپله سرمقاله په دې اړه لیکلي چې؛ کله ځینو طالب مشرانو د سولې خبرو ته زړه ښه کړی په یوه ډول د ځینو کړیو له خوا د خنډ جوړولو هڅې شوي.

د سرمقالې لیکوال لیکلي، د افغانستان د سولې او پرمختګ دښمنان دایم په کمین کې ناست دي او نه پریږدي چې د دې هېواد د سولې کاروان خپل هدف ته ورسیږي.

د انیس د سرمقالې لیکوال طالبانو ته په خطاب لیکلي، چې د افغانستان دوستان او دښمنان وپیژني او د سولې له عالي شورا سره خبرې پیل او د خپل هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي.