کور / تازه خبرونه / طالبان:ملا اغاجان معتصم طالبانو د تحريک کي استازى نه دى

طالبان:ملا اغاجان معتصم طالبانو د تحريک کي استازى نه دى

طالبانو د ملا اغاجان معتصم هغه اعلاميه رد کړه، چي په دوبۍ کي د طالبانو اسلامي تحريک د قومندانانو او چارواکو د غونډي د پرېکړو په اړه يې خپره کړې وه.
د طالبانو ویاند وايي د دوی هيڅ يوه استازي يا چارواکي په داسي يوه غونډه کي برخه نه ده اخستې.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دا ډول هڅي د سولي عالي شورا د کارکوونکو لخوا د هغوی د پر دندو پاته کېدو هڅي وبللي او زياته يې کړه، چي اغاجان معتصم په اسلامي تحريک کې کومه دنده او مسؤلیت نلري اونه هم د طالبانو استازي توب کولای شي.
طالبانو دا هم ويلي دي چي دوی دنوموړي اوسني فعالیتونه اوحرکات داسلامي امارت د اصولو خلاف او په افغانستان کي د امريکې او د امريکې لخوا د جوړ سوي حکومت په ګټه دي.
طالب وياند د خپل پخواني چارواکي خبري په داسي حال کي رد کړې، چي دغي اعلاميې د چارو د څېړونکو په آند د سولې د پروسې په اړه خوشباوري رامنځته کړې وه.
ملا آغاجان معتصم چي د طالبانو د کوټي د شورا غړی وو، په ۲۰۱۰ کال د پاکستان په کراچي ښار کي د نامعلومو وسله والو له حملې په زخمي حالت کي ژوندی ووت، چي له هغه راهیسي په ترکیه اوسېږي.
ملا معتصم تر دې دمخه هم د سولي ږغ پورته کړی وو، خو له افغان حکومت سره د خبرو په باب یې څه نه وو ویلي.
نوموړی که څه هم ظاهراً د تیرو درو کالو راهیسي د طالبانو له ډلي جلا اوسېدئ، خو له دې ډلي جلا کېدل یې نه منل.