کور / تازه خبرونه / د ٣ وسله والو د نيولو ادعا وسوه

د ٣ وسله والو د نيولو ادعا وسوه

په میدان وردګو ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان او دوه
تنه د قتل په تور ونیول شول .
د میدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ په سلطان خیلو،زرنۍ او هاشم خیلو
سیمو کې د ګډو کورنیو ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې درې وسله وال طالبان
ژوندي نیول شوي .
همدا راز د دغه عملیاتو په ترڅ کې د سړک ترغاړې څلور بوشکې چاودیدونکې
توکې،درې موټرسایکلونه او یوه اندازه نور چاودیدونکې توکې هم کشف او له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې د مرکز میدان ښار په سره پله او شهاب الدین سیمه کې هم
امنیتي ځواکونو تېره شپه عملیات ترسره کړل،چې له امله یې یوه اندازه
مهمات د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلل.
د یو بل خبر له مخې امنیتي ځواکونو تېره شپه د یو سیمه ییز پولیس په ګډون
دوه تنه په نرخ ولسوالۍ کې د یوه تن د قتل او یو بل تن د ټپي کېدو په تور
نیولي،چې دا مهال ترې پوښتنې رواني دي.
په ترسره شویو عملیاتو کې ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو ته کوم زیان ندی اوښتی .
يه دې اړه خپله وسله والو تر اوسه څه نه دي ويلي.