کور / تازه خبرونه / ویسا: د سولي پلویان ولي وژل کېږي؟

ویسا: د سولي پلویان ولي وژل کېږي؟

ویسا: د سولي پلویان ولي وژل کېږي؟

د کابل چاپ ورځپاڼو په هېواد کې د سولې د هڅو او ځینو نورو مسایلو په اړه تبصرې او مقالې خپرې کړي دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې په پیښور کې د طالبانو د یوه قومندان مولوي عبدالرقیب د وژنې په اړه چې ویل کیږي د سولې د خبرو پلوی و، لیکلي، د سولې پلویانو ولې وژل کیږي.

ویسا په خپلې سرمقالې کې لیکلي‎، مولوي عبدالرقیب په دوبۍ کې د هغې غونډې ګډونوال و چې په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې په اړه جوړه شوې وه.

په سرمقالې کې راغلي طالبان باید له دې وضعیته د عبرت درس واخلي او په دې هڅې کې شي چې له روانې بدبختۍ راووځي.

ویسا لیکلي د مولوي عبدالرقیب او د هغه په شان د نورو سوله پلوو طالبانو وژل کیدل د ولسمشر کرزي دا خبره ریښتیا کوي چې په افغانستان کې سوله د امریکا او پاکستان په لاس کې ده.

محور:

محور ورځپاڼې هم په همدې اړه یوه تحلیلي مطلب خپور کړی دی.

محور لیکلي د مولوي عبدالرقیب وژنه د سولې لپاره د ولسمشر کرزي پټو خبرو ته یو ډول ځواب و.

په مطلب کې همدا راز راغلي د نوموړي وژنه به د پخواني طالب چارواکي ملا اغا جان معتصم هڅې هم زیانمنې کړي چې په دوبۍ کې یې د سولې په اړه پیل کړې وې.

ملي باور:

ملي باور ورځپاڼې خپله سرمقاله د جمهوري ریاست د روانو انتخاباتي کمپاینونو په اړه لیکلي.

په سرمقالې کې راغلي هره ورځ په پایتخت او ولایتونو کې د جمهوري ریاست له یوه او بل کاندیده سیاسي ډلې او قومي مشران ملاتړ ښيي.

خو ورځپاڼې لیکلي، دا ملاتړ باید د ملي مسایلو په اړه د کاندید د پروګرامونو لپاره وي نه د ژبني، سمتي او قومي اړیکو پر اساس.

ملي باور لیکلي دي که کاندیدان د قومي، سمتي او ګوندي اړیکو پراساس ملاتړ جذب کړي نو په راتلونکې کې به مجبور وي چې خپل حکومت هم د مصلحت او جوړ جاړي پر اساس جوړ کړي.

ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې بیا په جوماتونو کې د رایې ورکولو په اړه یو مطلب خپور کړی دی او لیکلي یې دي چې په دې اړه د ننګرهار ملا امام اختلاف لري.

ورځپاڼې لیکلي په ننګرهار کې یو شمېر دیني عالمانو غونډه کړې وه او له دولت څخه یې غوښتي دی چې په راتلونکو انتخاباتو کې په جوماتونو کې د رایې صندقونه نه ږدي.

دغو ملایانو استدلال کړی چې؛ جومات یوازې د عبادت ځای دی او باید د بل هیڅ هدف لپاره ترې کار وانه خیستل شي.

خو د ملي ارمان د راپور له مخې له دې نظر سره ځینو نورو ملا امامانو مخالفت کړی دی.

دې بلې ډلې ملایانو ویلي، چې د مشر د ټاکلو لپاره رایه ورکول یو شرعي امر دی او د خلفای راشدینو په وخت کې دا کار په جوماتونو کې شوی دی.

د ملي ارمان ورځپاڼې په راپور کې د یوه ملا امام له قوله راغلي، د حضرت محمد ص څلور واړه یاران په نبوي جومات کې د خلکو په رایه ټاکل شوي وو.