دزابل والي محمداشرف ناصري رسنیو ته وویل چي دنړیوالو ځواکونو په مالي مرسته يې دپوهنې ریاست په چوکاټ کې دبي بي خاله په عالي لیسه کې د۴۵ میرمنو دپاره دکمپیوټر دزده کړي یوکلن کورس پرانیست، نوموړی وايي چي ددې کورس څخه يې موخه دمیرمنودپاره دزده کړي زمینې ترڅنګ دکار فرصتونو برابرول دي.
ښاغلی ناصري وايي چي ددې ترڅنګ دامهال دولایت دمقام لخوا څخه یوشمېر نور کورسونه دزده کوونکو دزده کړي دپاره روان دي چي ډیرژر به ورته نور کورسونه هم پرانیزي.
په ورته وخت کې یوشمیر میرمنې دیاد کورس څخه خوښي بریښې او دنورو ورته کورسونه غوښتونکي دي.
په زابل کې دمیرمنو دپاره پداسي حال دکمپیوټر دزده کړي کورس پرانیستل کیږي چي دامهال پدې ولایت کې یوشمیر نور کورسونه روان دي چي دزده کړي په برخه کې يې زیاته مرسته کړې ده.