کور / هراړخیز / د شخړو پايلې

د شخړو پايلې

هغه ټولنه،چې په کې قومي لانجې،يو تر بله بې ځايه سيالۍ او ناوړه کشمکش شتون ولري،نو د هغې ټولنې وګړي به د هر ډول پرمختګونو څخه بې برخې، تل به له تمدن او ترقۍ څخه ليرې وي،خو هغه ټولنه،چې په هغه کې سوله ثبات او يو تر بله سالمې سيالۍ شتون ولري،نو هغه تل برياليتوبونه په لاس راوړي او په کمه موده کې خپل هدف ته ځانونه رسوي.
د (والصلح خير) جمله لنډه او د ډېرو ماناوو لرونكې ده،كه څه هم د كورنيو او قومي شخړو په مورد تر نن پورې ډېر څه ليکل شوې،ځکه داټولنه له بشري ناورين سره مخامخ کوي، خو دا ښکاره خبره ده،چېرته چې سوله ،دوستي او پخلاينه وي، هلته هوسا ژوند وي،خو شخړې،جګړې او تفرقه د انسان د سالم طبيعت او د هغه د هوسا ژوند پر خلاف دي.
په همدې اساس قومي شخړو، يو تر بله بريدونو او اختلافاتو ته مخه كول نه دي په كار،ځکه اسلام مقدس دين د سولې دعوت کوونکى دين دى او په دې برخه کې زيات ايتونه راغلي دي،که چيرې په کومه ټولنه او يا کوم قوم کې شخړې او نفرتونه شتون لري،شايد همدغه مفكوره په وروستيو پيړيو كې د زياتو خونړيو جګړو سرچينه وګرځي، نو انسان بايد د عقل او پوهې په درلودلو سره د هوسا او د ښه ژوند لپاره کوښښ وکړي، د ګډ ژوند، يو له بل سره د مرستې له لارې خپل ژوند ته دوام ورکړي.
په خوست ولايت کې د مقبلو او منګلو قومونو تر منځ شخړه چې پخوا يې زياتې ناخوالې د ځان سره درلودې،خو کله چې په دې برخه کې کوټلې ګامونه پورته شول او دغه د کلونو کلونو شخړه يې په دوستۍ بدله کړه، او فيصله پرې وشوه، په دې فيصله باندې دواړه قومونه راضي وشول، خو په اوسنيو وختونو کې دغه داوړه قومونه بيا غواړي، چې په خپلو منځونو کې سره ځاني او مالي تلفات واړه وي،او شخړه رامنځ ته کړي،ددې لپاره چې دې ولايت نوم نه وي بدنامه ،نو بايد ددې دواړو قومونو مشران او هغه څوګ چې په دې برخه کې دې شخړې ته لمن وهي بايدعدلي اوقضايي ارګانونو ته وروپيژندل شي،څوپه خپله سزا وويني او له شخړې لاس واخلي.
په هېواد کې پخوا هم خپل منځي شخړو،بېځايه او بې مورده ځان غوښتنو له دې پرته هېڅ ډول لاسته راوړنه، نه درلوده، زموږ ځوانان يې د علم، پوهې، فرهنګ او ثقافت، تحصيل، هوساينې ،او وړاندې تګ څخه واړول او دا ټولنه يې له لويو لويو بشري ناورينونوسره مخامخ کړه،که چيرې دا شخړه هم همداسې پرېښودل شي شايد له پخوا څخه اوس نورې بېلابېلې ستونزې په دې ولايت کې رامخې ته کړي، نو په دې برخه کې بيا هم يادونه کوو چې بايدد دواړو قومونو مشران سزا ويني، څو له شخړې لاس واخلي.
نن په دې ولايت کې هر څه پرمختګ کړى دى، هغه وران ويجاړ خوست په معنوي بيا رغونې او په بېلا بېلو نورو برخو کې د پرمختګ په لور پاخه ګامونه اخيستي او اخلي يې،نو هېڅ کله به دا ډول شخړې پرې نږدې، چې يو تر بله دې دوه قومونه سره په کې ښکيل شي،ضرور به په دې بر خه کې ولايتي اداره اقدامات وکړي او هغه څه به له منځه يوسي کوم چې دا وخت ددې قومونو تر منځ شخړې او نفرتونه رامنځ ته کوي.