دغه فابريکه ، چې په مياشت کې د هګيونه ۱۵۸۴۰۰ وړو چرګوړو د توليد ظرفيت لري لدې وړاندې په ننګرهار کې نه وه جوړه شوې.
د ننگرهار مرستيال والي محمد حنيف ګرديوال د دې مهمې او ګټورې پروژې د پرانيستې پرمهال وويل ، چې د دې موثرې برنامې پیل د نشه یي توکو د کرکيلې سره د مبارزې او بديل موندلو په موخه د ولايتي ادارې له لوري د کرنې او مالدارۍ د سکتور د پیاوړتيا یوه برخه ده.
نوموړي وويل ، چې دا پروژه د نشه يي توکو سره د مبارزې کرنې او کليو پراختيا وزارتونو د کارديف ګډې برنامې له مخې پیل شوې ، چې پرمټ به يې دهغه فارم لرونکو ستونزه ، چې پخوا يې د نورو هېوادونو نه واړه چرګوړي را واردول هم حل شي.
ګرديوال زياته کړه په بام کې ده لدز وروسته په همدې ظرفيت یوه بله ورته پروژه هم پیل شي، چې به د شرقي زون سربیره د نورو ولايتونو اړتياوې به هم پرې پوره شي.
هغه داهم وويل ، چې ولايتي اداره په دې پوهيږي ، چې ننګرهار د مالدارۍ او مرغدارۍ لپاره مناسب اقليم لري او دا مهال پکې ۳۱۰۰ فارم لرونکي کارو بار کوي ، خو دا وعده يې ورکړه ، چې مونږ به د فارم لرونکو لپاره د نورو مناسبو او ضروري سهولتونو په موخه لا ډير موسسات مرستو ته وهڅوو.
ګرديوال یو بل زيری دا ورکړ ، چې لدې به وروسته په دې ولايت کې د مرغ دانې (فيډ مل) یوه فابريکه هم جوړه شي او په دې سره به د مرغ دانې وارداتي تعويض په خپل ولايت کې رامنځته شي.
نوموړي د چرګانو دخرڅلاو لپاره په بازار موندنې هم تاکيد وکړ او په دې اړه يې د ځينو ادارو سره د خبرولو ډاډ ورکړ.