کور / تازه خبرونه / د سعودي مرستندويه ټولنه ۲۰زره کورنيو ته ژمنۍ مرستي وېشي

د سعودي مرستندويه ټولنه ۲۰زره کورنيو ته ژمنۍ مرستي وېشي

ټاكل شوې ده چى د افغان ولس لپاره د سعودي مرستندويه ټولنه د 5.6 مليونو ريالو په مالې لګښت په ژمنيو مرستو بار كاروان د افغانستان دريو زونونو: مركزي زون، جنوبي زون او مشرقي زون پر لوري روان شي. دغه كاروان د ژمنيو مرستو د پروژې دريم پړاو دى چې په شل زره كمپلو او شل زره كارټنو خواركى توكو مشتمل دى.
د يادونې وړ ده چې دې پروژې ته ټوله ځانګړې شوې بوديجه ( 12 ) مليونه سعودى رياله ده.

د هرې كورنۍ لپاره د خوراكي اجناسو تفصيل په لاندي ډول دى:

• وريجي 10 كيلوګرام
• لوبيا 10 كيلو ګرام
• بوره 5 كيلو ګرام
• غوړي 3 ليتر
• شنې چاى 1 كيلو ګرام
ـــــــــــــــــــــــــ
29 كيلو ګرام مواد + يوه كمپله

د مرستندويه توكو مجموعي وزن 580 ټنه او شل زره كمپلې دي ، ټول قيمت يې 5.6 مليونه سعودي ريال چي د يو نيم مليون امريكايي ډالرو سره معادل دى.
د سعودي مرستندویه کمیټې په همدې لړ کې د تیرې روژې په مبارکه میاشت کې د سرې میاشتې ټولنې سره په همغږۍ هرات ولایت کې د پنځه سوه زرو ډالرو په ارزښت پر لس زره کورنیو خوراکي توکي ویشلي وو.