کور / تازه خبرونه / دهلمند سرحدي زون ۳وسله وال او ۴موټرسايکل نيولي دي

دهلمند سرحدي زون ۳وسله وال او ۴موټرسايکل نيولي دي

په هلمندکي دشپږم سرحدي زون اداري مرستیال سمونیارمحمد معروف بابکرخیل وایې چي په دوه ورځوکي دعقاب (032)په روانو عملیاتوکي دریګي ، سوخته او مرغۍ سیمي دوسلوالو مخالفینو له شتون څخه پاکي سوي دي .
هغه وویل چي دغه سیمي دخانشین ولسوالۍ اړونده کلي دي چي وړاندي دوسلوالو مخالفینوشتون پکي ترسترګوکیدی او اوس مهال په پوره توګه امنیت سوي دی .
نوموړي وویل په عملیاتوکي چي په یادو سیموکي روان وه دجګړې پرمهال دوسلوالو مخالفینودرې تنه نیول سوي او څلور عرادې موټر سیکلونه هم دسرحدي پولیسو لاسته ورغلي دي .
هغه وویل چي دنوموړو کسانوسره یوه پایه مخابره هم نیول سوې او دهغوۍ څخه دپولیسو پلټني رواني دی .
ددې ترڅنګ دهمدې عقاب (032)دعملیاتو په دوام دتیرو دریو ورځو راپه دیخوا ۳۶ ماینونه هم سرحدي پولیسو په سیمه کي کشف او شنډ کړي دي .
هیره دي نوي چي دغه عملیات دهلمند په سرحدي خانشین او دیشو ولسوالیوکي دشپږم سرحدي زون دامنیتي خواکونوله لوري پرمخ وړل کیږي ترڅو د را روانو ټاکنو لپاره پوره زمینه برابره سي او خلک په ښه توګه خپله رایه دخپلي خوښي وړ نوماندته ورکړي .