کور / تازه خبرونه / په خوست کې دزيربنا سکتور خپل کلنى ګزارش ولس ته وړاندې کړ

په خوست کې دزيربنا سکتور خپل کلنى ګزارش ولس ته وړاندې کړ

په خوست کې دزيربنا سکتور خپل کلنى ګزارش ولس ته وړاندې کړ
ولس ته دسکتورونو له لخوا دکلني ګزارش دوړاندې کولو په لړکې نن ورځ
دزيربنا سکتور ددغه ولايت دټول ګټو چارو درياست درئيس انجنير مامورشاه په
مشرۍ دمخابراتو ،معدن ،ښاري پراختيا ،ښاروالۍ ،ترانسپورت اوبو دتنظيم
دادارو او برېښنا شرکت رئيسانو ولس ته خپلې کلنۍ کړنې ،لاسته راوړنې
اوعمده ننګونې وړاندې کړې .
دزيربنا سکتور رئيس وويل چې ياد سکتور دزيربنا ،طبعي منابعو ،ځمکني او
هوايي ترانسپورت ،انرژي ،ښاري پراختيا اومخابراتو په برخه کې کار کوي.
دزيربنا دسکتور درئيس په خبره چې دولايتي ادارې دمشرتابه دهڅو پربنسټ يې
په روان کال کې ددريو لويو پلونو دجوړيدو چارې پيل کړې او په دريو نورو
لويو پلونو به په راتلونکي لمريز کال کې کار پيل شي چې په دې سره به
دخوست ولايت دګڼ شمير اوسيدونکي ستونزې هوارې شي.
دفوايد عامې رئيس وويل دخوست په مرکز او ولسواليو کې يې دجوړو شويو
سرکونو ساتنه او مراقبت کړى اوځينو ولسواليو ته يې دسرکونو دجوړيدو لپاره
سروګانې بشپړې کړې چې دپلان مطابق به ورباندې کارپيل شي.
دايې هم وويل چې دولايتي ادارې دپرلپسې تلاشونو په اساس دغلام خان
د٢٥کيلومتره سرک چارې هم پيل شوې چې دفوايدعامې رياست له لوري څارل
کيږي. دکاروان سراى دسرک دجوړيدو په اړه يې وويل چې اوس ددغه سرک دجوړيدو
لپاره چمتوالى نيول کيږي او ژربه يې کارپيل شي.
دمخابراتو رياست رئيس انجنير ګل حبيب شاه وويل چې دامهال دخوست ولايت
مرکز او ولسوالۍ ددوى ترپوښښ لاندې دي او په ټول ولايت کې ١٦٥مخابراتي
پايې نصب شوي دي ،نوموړي وويل چې دتيرو کالونو په نسبت يې پنځه چنده
عوايد لوړ شوي دي چې په دغه ولايت کې به دنور فايبر په فعاليدو سره نورې
اسانتياوې هم رامنځته شي ،نوموړي وويل چې سږ کال يې ١٦لکه افغانۍ عوايد
ترلاسه کړي دي.
خوست ښاروال وويل چې په روان کال کې يې ٤بېلابېلې پروژې د٥٠ميليونو
افغانيو په ارزښت پلې کړې دي او د٣١ميليونو افغانيو په ارزښت يې ٦پروژې
تر کار لاندې دي.
ښاروال وويل چې په دې کال کې ښاروالۍ رياست ٩٠ميليونه افغانۍ عوايد
ترلاسه کړي په داسې حال کې چې تيرکال دغه کچه ٥٠ميليونه افغانۍ وه.
خوست ښاروال په خوست ښارکې دملي دفاع وزارت ملکيتونه او دځمکو غصب ديادې
ادارې دعوايدو اوپرمختګ په وړاندې جدي ننګونې يادې کړې.
دزيربنا دسکتور رئيس انجنير مامور شاه داهم وويل چې داوبو دتظيم رياست په
چوکاټ کې ١٤بېلابېلې پروژې سروې شوې چې ٣يې اوس مهال داوطلبۍ ته وړاندې
شوې دي.
دښاري پراختيا درياست نماينده انجنير يوسف وويل چې په روان لمريز کال کې
يې داداري کمپليکس او ګمرک دتاسيساتو ترمنځ درهايشي بلاکونو دجوړيدو ټولې
نقشې ترتيب کړې چې منظورې شوې هم دي اودپلان مطابق به په ياده سيمه کې
رهايشي بلاکونه جوړ شي.نوموړي داهم وويل چې دښار دتفصيلي پلانونو دجوړيدو
په برخه کې يې هم کار کړى دى او په ولسواليو کې يې دښارګوټو
دجوړيدوپلانونه هم ترتيب کړي دي.
دښاري پراختيا درياست استازي هم دملي دفاع وزارت ملکيتونه په دغه ولايت
کې دښاري ستراتيژيک پرمختيايي پلان دتطبيق په وړاندې جدي خنډيادکړ.
دياد سکتور په ګزارش کې راغلې وو چې دترانسپورت امريت په همدې روان لمريز
کال کې څه کم شپږوېشت نيم ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کړي دي او اوس يې
دځمکني ترمينل دجوړيدو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
دبرېښنا شرکت رئيس انجنير مائيل وويل چې په ٩٢لمريز کال کې يې ٣٠١په
شميره کورونه يې دبرېښنا په شبکه کې داخل کړي اوتلاش کوي چې ازادۍ مېنې
،پوهنتون او ادارې کمپليکس ته هم دبرېښنا شبکه وغځوي.
دمعدن رئيس انجنير لايق وويل چې ډير ژربه يې ددغه ولايت په بېلابېلو سيمو
پورې ا ړوند درې کانونه دواطلبۍ ته وړاندې شي ،نوموړي وويل چې په روان
کال کې يې دخپلو معدونونو څخه ساتنه کړې او دقاچاق مخه يې ترډيره بريده
نيولې ده نوموړى دامنيتي ارګانونو دبشپړې همکارۍغوښتنه وکړه.
دزيربنا سکتور خپل کلنى ګزارش په بشپړ جزئياتو سره درسنيو له لارې ولس ته
وړاندې کړ ،په وروستيو کې دبرخوالو له لوري داړونده سکتور له رئيس او
دغړو ادارو له مسوولينو په اړونده کاري ساحاتو کې پوښتنې وشوې ،چې يوشمير
مسوولين له سختو نيوکو سره هم مخامخ شول ،ديادونې وړ ده چې دزيربنا
دسکتور ګزارش دحکومتدارۍ دسکتور په پرتله ښه او خلکو ته دقناعت وړ وو