کور / تازه خبرونه / هلمند:ملي امنيت وايي ديوه لوى بريد پلان يي شنډ كړ

هلمند:ملي امنيت وايي ديوه لوى بريد پلان يي شنډ كړ

د هلمند چارواکو د خبر په حواله دغه پلان په لښكرگاه ښاركې د دوشنبې په ورځ د ملي امنيت د منسوبينولخوا هغه مهال شنډ شوكله چې وسله والو طالبانو غوښتل د ټاكنوپه ځينودفترونواودولتي تاسيساتويولوى بريد ترسره كړي خوموخې ته له رسيدووړاندې دا هڅه شنډه اوپه پايله كې يې يوموټربم،درى عرادې موټرسيكل بمونه،څلورد ځانمرگوبريدونوواسكټونه،شپږميله كلاشنيكوفونه،دوه ميله راكټ،دوه ميله پيكا ماشينگڼې،يوميل ۳۰۳برټوپك اوپه تړاويې دوه تنه نيول شوي دي.

چارواکي وايي د گرشك په شوراب سيمه كې هم يوتن له يوميل وسلې سره چې د ملي اردوپه سرتيرويې بريدونه كول د ملي امنيت د منسوبينولخوا نيول شوى دى.

د هلمند ولايت مقام د سولي د پروګرام سره د ۷ طالبانو د يو ځای کېدو خبر هم ورکړی دی خو طالبانو دغه ادعاوي نه دي منلي.