کور / تازه خبرونه / خوست:د ۳,۷مليونه افغانيو په لګښت ۳پروژې بشپړي سوې

خوست:د ۳,۷مليونه افغانيو په لګښت ۳پروژې بشپړي سوې

د درى ميليونو اوه سوه ، ديرش زره افغانيو په لګښت دکليو دبيارغونى او پراختيا وزارت ، د ملى پيوستون پروګرام درى پروژى پدى وروستيو کى د خوست په ولايت کى ګټى اخستنى ته وسپارل شوى
د دى ولايت دملى پيوستون پروګرام دمسوولينو دوينا له مخى پدى پروژو کى د داستنادي ديوالونو ، داوبو لګولو کانالونو ، ټولنيزو مرکزونو جوړول دڅښاک داوبو ١٧ څاګانو کيندل او په هغو باندى دلاسى بمبو نصبول او د٢٨٠٠مترو په اوږدوالى په کليوالى سرکونو باندى شګى اچول شامل دى .
يادى شوى پروژى په دى وروستيو کى د خوست ولايت د متون ، شمل او نا درشاکوت په ولسواليو کى دملى پيوستون پروګرام له بودجى نه بشپړى شوى او١٢٩٠ کورنۍ ترينه ګټه اخلى .