کور / هراړخیز / د خوست په هوا کې د سولې مرغان​

د خوست په هوا کې د سولې مرغان​

د کريکټ ملي د سولې سفيران او په نړيوالو ډګرونو کې د افغان ملت هغه ملي ستوري دي،چې د نړۍ ټولو ملتونو ته يې د سولې ، امن، ثبات، يووالي، ترقۍ او اسلامي ورورولۍ پيغامونه رسولې، او افغان ملت يې ټولې نړۍ ته د يو متمدن، سوله پال هېواد په شکل ورپيژندلى ، او دا هغه اتلان دي،چې افغانستان يې د نړۍ سره سيال کړى.

ولې د کريکټ ملي اتلانو ته خلک د سولې سفيران وايي? داځکه، چې پخوا به د افغانستان نوم او له حالت څخه څوک خبرېدل نو يوازې به يې د جنګ غږ اوريدو نه د سولې او نه دکوم پرمختګ، اوس په افغانستان کې داسې اتلان وروزل شول،چې هغه نه يوازې د افغانستان لپاره د سولې پيغامونه ليږدوي بلکې ټولې نړۍ ته د سولې ، ورورۍ او مينې پيغامونه له ځان سره لري، ترڅونور مرور هېوادنه هم سره په خولا شي او د ورورۍ په فضاء کې ژوند تير کړي.

موږ او تاسې په دې پوهيږو چې ولې هېوادوال خپل ملي اتلان په دومره لوړ جوش او ولولو سره لمانځي دا ځکه، چې دوى په ملي او نړيواله کچه د افغانستان ملي بيراغ اوچت کړ او په ډېر کم وخت کې يې د خپل ولس، خاورې او تاريخ لپاره داسې برياوې راوړې،چې د دې هېواد په تير تاريخ کې يې بېلګې نه تر سترګو کېږي.

هرکله، چې افغان اتلانو خپل هېواد افغانستان ته برياوې راوړې د ټولو ولسونو لخوا نازول شوي او ستايل شوي دي، خو بيا د ټول هېواد په شانخوستيو هم د دغه سولې سفيرانو د هېواد په کچه تود او تاريخي هرکلىوکړ،چې د خوست ولايتي ادارې ترڅنګ، د بېلا بېلو ادارو رئيسانو، ديني علماوو، قومي مشرانو، دمديني بنسټونو غړو، زده کوونکو، ښوونکو، محصلينو، د بېلا، بېلو فدراسيونونو غړو، ځوانانو، ژورنالېستانو بلکې د هر قشر استازو چې شمېر يې تر ٢٥ زرو څخه زيات و په ملي سټيديوم کې راټول شوې او هم په سړکونو ، پيادارونو کې ولاړو خوستيو په خپلو لاسونو کې د افغانستان ملي بيراغونه ، د ولسمشر انځورونه او همداشان ډول ډول ګلان اود غاړې اميلونه يې په خپلو لاسونو کې د ملي اتلانو د هڅونې او نازولو لپارهپر دوى د سرو ګلونو سره يو ځاى ورشيندل اودزياتو خوشاليو احساس يې کاوه او يوه داسې تاريخي ورځ وه،چې په خوست کې به دټولو ولسونو په اذهانو کې د يادګار په ډول پاتې وي او هم به په راتلونکي کې خپلو زامنو ته يادوي چې موږ هم کله ملي اتلان داسې نازولې دي چې دهغې ورځې خوند او رنګ مو زړونو کې پاتې دى او هم به يې دمرګ تر سلګۍ پورې يادوو.

دا او دې ته ورته تشوېقي راټوليدنې به ډيرې رامنځته شي،خو په تاريخي لحاظ د سيمي په کچه د ولسونو لومړۍ راټوليدنه وه،چې په پراخه کچه يې د لوبو او نورو ټولنيزو مصروفيتونو سره خپله مينه څرګنده کړه،همدا ډول نورو ولسونو ته يې پيغام ورکړ،چې تر بل هر چا زيات دوى د سولې او ثبات په اهميت پوهيږي.

نو د هېواد هر بچې ته په کار ده او له اتلانو دې پند واخلي او داسې کړنې د تر سره کړي،چې ټول هېوادوال يې په سروګلونو ونازوي او نه دا چې د هېواد د ترقۍ او پرمختګ پرځاى په هېواد کې ستونزې ، ناخوالې ، بدبختۍلا زياتې کړي، هر سړى بايد د ځان سره کلک هوډ وکړي، ترڅو په هېواد کې د سولې د تامين لپاره نه ستړې کېدونکي هلې ځلې وکړي لکه څه ډول مو چې په ورزش کې ټولې نړۍ ته څرګند کړه چې له هېچآ کم نه يو آو هم تر هرچآ غښتلي او پياوړيو په همدې ډول بايد په ښوونه او روزنه کې هم په ټوله نړۍ کې ځانونه راښکاره کړو، او ټولې نړۍ ته ښکاره کړو،چې موږ د هر ډول پرمختګ توانمندي او استعدادونه لرو،چې له دې لارې لکه څه ډول مو چې اتلان د لوبو په ډګر کې ځليدلې دي همدغه ډول د ژوند په ټولو پړاونو کې وه ځليږو.

هيله مې دا ده چې نور بايد له خپل منځي شخړو ، ناروا لانجو او دې ته ورته دنورو بد بختيو او ناخوالو څخه خپل ژوند په امن او خوندي کړو،هغه کمزورۍ او نيمګړتياوې له منځه يوسو،چې په مختلفو ډګرونو کې يې د نړۍ سره د سيالېو څخه غورځولې يو.

د ښه پرمختللي ، سوکاله او پر خپلو پښو ولاړ افغانستان په هيله